فارن پالیسي: اوباما څنګه کرزی له لاسه ورکړ

فارن پالیسي: اوباما څنګه کرزی له لاسه ورکړ

فارن پالیسي: اوباما څنګه کرزی له لاسه ورکړ

د امریکا د فارن پالیسی په نامه مجلې په خپلې وروستۍ گڼې کې د حامد کرزي قدرت ته درسیدلو او بیا وورو د امریکا په وړاندې د اعتراضونو او مخالفت د زیاتوالی او نورو انگیرنو په هکله په دې مقاله کی لیکي:

احمدرشید لیکي یواځې څو هفتې مخکې له دې چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسې نیټې پیښې رامنځ ته شي، حامد کرزي دده کورته په لاهور کې ورغلی ؤ او ددې نه ده ته شکایت کړی ؤ چې غربیان نور د افغانستان د قضیې پسې نه گرځي.

احمدرشید لیکي چې د طالبانو او د کرزي د کورني ترمنځ پخوانۍ تربگني وه ځکه چې طالبانو د پاکستان په کویته کې د حامد کرزي پلاروژلی ؤاو اوس ځوان کرزی په پټه د طالبانو د رژیم د رانسکورولو هڅې پیل کړې وې. لیکوال لیکي چې د سپتمبر د یولسمې د پیښو نه مخکې په اسلام اباد کې د غربي سفارت خانو دروازې وټکولې خویوه یې هم ده ته سم ځواب ونه ونکړ او حتی ځنو خو دده سره د لیدلو نه هم ډډه وکړه. یواځې د دغو خونړیو پیښونه وروسته یو دم د کرزي اهمیت ډیرشو اوامریکايي چارواکي ورمات شول او د یو گمنام سړي په ځای ورته د یو مهم شریک په سترگه وکتل شو او د بن په کانفرانس کې ورته امریکایانو ډیر پلویان راټول کړل. احمدرشید لیکي چې یوه لسیزه وروسته چې کله ده یو ځل بیا د کرزي سره اوږدې خبرې وکړې، هغه یو ځل بیا د غربیانو نه سخت شکایتونه لرل. دده په نظر امریکایی چارواکي په مایوسه کونکي توگه دمدمي مزاجه دي چې بې شمیره پوځي او ملکي استازي لري او هر یو یې ضد او نقیض پیغامونه لري اوخپلې د واشنگټن جگړې دده په بیه دلته کوي. او بیا له ده نه غوښتل کیږي چې په عاجله توگه یو اقدام وکړي.

Читайте также  غني کابینه ولسي جرګې ته وړاندې کړه

احمدرشید لیکي چې د تیرې لسیزې په دوران کې په هغوامریکایی مامورینو چې کرزي اعتماد کاؤ هغوی یو په بل پسې ځی او کرزی د خپلو د توطیو د تیوریو سره یواځې پاتې کیږي. کرزی د لویو چلنجونو سره مخامخ دی چې په هغو کې په ملک او په خپلې کورنۍ د ادارې فساد له شته والي، اداری بې نظمۍ، په تیرو انتخاباتو کې ددرغلیو اود ملک د راتلونکي لپاره دیو څرگند تصویر نه لرل دا ټول له همدې چلنجونو برخې جوړوي. ده تیرمني کې ویلي ؤ چې دی دری غلیمان لري چې په دې کې امریکا، بین المللی ټولنه او طالبان راځي خو دی به په اوله کې د طالبانو خوا ونیسي.

احمدرشید د مقالې په دوام لیکي چې ٢٠١٠ کال باید په اصل کې ښه کال وای ځکه چې امریکا د عراق نه خپله پاملرنه په اول ځل واړوله او افغانستان ته یې ډیرمنابع او عسکر واستول خو لکه چې لیدل کیږي په دې کال کې هم ډیرشمیر امریکایان په افغانستان کې مړه شول، د ملکیانو وژنه ډیره شوه او طالبان چې مخکې یواځې د ملک په جنوب او ختیزکې محدود وو د ملک شمالی برخې ته ورسیدل.

د فارن پالیسی په دې مقاله کې لیکل شوي دي چې ددغو ناکامیو عمده وجه د کرزي او د امریکا ترمنځ خرابې اړیکې کیدلای شي. امریکا د ٣٣٠ ملیاردو ډالرو په لگولو او د ١۴٠٠ ژوند په تلفاتو سره بیا هم د کرزي سره دوستانه علایق نه لري. د امریکا اداره په کرزي اعتماد نه کوي او نه یې خوښوي. د امریکا په نظر د افغانستان حکومت د فساد نه پاکول د کرزي نه مهم کار دی او په دې اړه جدي تحقیق پیل کړی دی.

Читайте также  ښايي د بم چاودنې روسې الوتکه راغورځولې وې

احمدرشید لیکي چې کرزی وايي چې امریکایان ورسره ښه چال چلند نه کوي. اوباما چې کله افغانستان ته راغی مخکې له دې چې ده سره خبرې وکړي بیرته امریکا ته ولاړ او دلیل یې دا وښودل شو چې هوا ښه نه وه چې د بگرام له هوايي اډې نه ترکابله پورې ولاړ شي. څو ورځې وروسته د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایدن وویل چې تر هرډول شرایطو لاندې امریکایی پوځیان به د افغانستان نه د ٢٠١۴ کال نه وروسته ووځي خو ده بیا د جنورۍ په نیمایی کې کرزي ته وویل چې کیدای شي دوی د دې مودې نه وروسته هم پاتې شي.

فارن پالیسي لیکي، چې اوباما او کرزي دواړه ددې خبرې نه سترگې پټوي چې دوی یو بل ته څومره اړتیا لري خو سره له دې هم دوی د جگړې د پای ته رسولو لپاره داسې متضاد پلانونه جوړوي. خو خبره داده چې داکار د یوه او بل د مرستې پرته نه شي ترسره کیدلای. په افغانستان کې د امریکا د او د ناتود قواوو قوماندان جنرال ډیوډ پټریس داسې فکر کوي چې دی باید د جگړې ددوام په ذریعه طالبانو ته سختې ضربی ورکړي، خو کرزی غواړي دوی سره روغه جوړه وکړي او حتی د خپل پخواني دښمن پاکستان نه هم په دې اړه د مرستې غوښتونکی دی.

admin

Обсуждение закрыто.
Translate »
Яндекс.Метрика