روسیې د ترکیې غوښتي چې د اولوتکې د کښېنولو ځواب دي ورکړي

روسیې د ترکیې غوښتي چې د اولوتکې د کښېنولو ځواب دي ورکړي

روسیه له ترکېې نه غواړي چې دا خبره توضیح کړي چې ولي دترکیې جیټ الوتکو د سورېې یوه مسافر وړونکې الوتکه دېته اړکړله چې په انقره کې کښته شي.

دغه الوتکه له مسکو نه دمشق ته روانه وه. دروسیې د بهرنیو چارو وزېر نن دپنجشبنی په ورځ په یوه بیانیه کې ووېل چې دترکیې دغه عمل د هغو مسافرانو ژوند او مصونیت له خطر سره مخ کړ چې په دغه الوتکه کې سپاره وو. په دغه الوتکه کې 17 تنه د روسیې اتباوې وو.

ترکیې پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي د سوریې د یوې مسافر وړونکي الوتکي نه یې چي را کښته کیدو ته یې مجبوره کړه، غیر قانوني توکي ضبط کړي دي. دغه الوتکه دماسکو نه دمشق ته روانه وه او د ترکیې له هوايي قلمرونه تیریدله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود غلو پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي چارواکو د انقرې په یوه هوایي میدان کې ددغې الوتکې نه هغه مواد را وایستل چې د بین المللي ملکي هوایي چلند د مقرراتو سره مخالف دي.

په دې الوتکه کي څه د پاسه ٣٠ سپرلۍ او د عملې کارکونکو ته اجازه ورکړل شوه چې د سوریې پایتخت دمشق ته نن د پنجشنبی په ورځ سهار دوخته خپل سفر ته دوام ورکړي.

د ترکیې تلویزیون وویل چي په ضبط شوو شیانو کې د توغوندیو پرزې شاملي دي. د سوریې حکومت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

دترکېې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود غلو وویل چې ترکیه په دې ټېنگه ولاړه ده چې د سورېې رژیم ته دي دوسلو ورلېږل بند شي. نوموړي وویل چې دسورېې رژېم دخپلو خلکو په وحشیانه قتل عام باندی لگیا دی. ترکیه په سیمه کې دبشار الاسد درژېم پوخ مخالف هېواد دی او هغو کسانو ته یې خوندی ځاېونه برابر کړېدی چې د سورېې خلاف دبغاوت مشرتوب کوي.

Читайте также  د عراق پوځ له داعش نه د تکریت د نیولو عملیات پیل کړل
admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика