پاکستان د رالویدلې الوتکې د شرکت پر مشر د سفر بندیز لګولی

پاکستان د رالویدلې الوتکې د شرکت پر مشر د سفر بندیز لګولی

د پاکستان حکومت د بوجا هوایي شرکت پر مالک، فاروق بوجا باندي بندیر لګولی دی چې د پاکستان څخه د باندي سفر ونکړي. ددغه شخصي هوایې شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه د جمعې په ورځ رالوېدله او ټول١٢٧ تنه مسافرین ېې ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک پرون خبریالانو ته وویل، تر څو چې چارواکو د الوتکې د رالویدلو دعلت معلومولو لپاره خپلې پلټنې بشپړې کړې نه وي، ترهغې پوري به فاروق بوجا اجازه ونلري چې دپاکستان نه ووځي.

عیني شاهدانو وویل چې د بوجا د هوایې شرکت 737 ډوله الوتکه په ډیر سخت باران او طوپان کې د اسلام آباد نړیوال ډگر سره نژدې راولوېدله . گومان کېږي چې الوتکې ځمکې ته د را رسېدو نه مخکې اور اخېستلی وي.

د بوجا دهوایې شرکت یوه مامور وویل چې الوتکه د خراب موسم په وجه رالوېدلې خو ترواسه پوري ېې د رالوېدلو اصلي علت نه دی څرگند شوی.

پلټونکو د الوتکې د پرواز د ثبتولو آله موندلې ده. دغه آله چې د توربکس په نوم ېادېږي، کولې شي چې په پلټنو کې مرسته وکړي او د الوتکې د رالوېدو علت په ډاګه کړي.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند د ادارې ریْس ندیم یوسفزي د خلګو نه غوښتل چې د پلټنو تر بشپړیدو پوري دي د الوتکې د رالوېدو په هکله شایعات نه خپروي.

یوسفزي زیاته کړه چې هغه د پیلوټ او سوق ادارې ترمنځ وروستۍ مکالمه اوریدله ده او په کښي پیلوټ خوشحاله معلومېږي. یوسفزي وویل چې هوا خرابه وه خو د الوتکې د سقوط نه پنځه دقیقې وروسته بله الوتکه په مصون توګه کښېنستله.

Читайте также  اوکراین: روسیه د مالیزیالي الوتکي په پیښه کې لاس لري

په عین وخت کې پرون تر ډیر ناوخته پوري د پاکستان د پوځ عسکرو او د بېړنیو چارو کارکوونکو کوښښ کاوه چې د پېښې د ځاې نه مړي راوباسي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د بوجا هوايي شرکت د یو لړ مالي ستونزو له امله د پروازو نه بند کړی و، خو سږکال په مارچ کې ورته بیرته د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې اجازه ورکړه چې پروازونه شروع کړي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика