د دفاع وزارت وايي د پېښې له اصلي عامل سره به قانوني چلند کوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي څرخي الوتکو کې په تېروتنې سره د افغان ځواکونو امنیتي پوستې په توغندیو وېشتلي دي چې له کبله یې پنځه سرتېري او یو پولیس وژل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې پېښه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې شوې ده.
ویاند دولت وزیری وايي " د دښمن د قوي بریدونو نه وروسته افغان ځواکونو هوايي مرستې وغوښتلې چې د عملیاتو د تنظیم کوونکي افسر د تېروتنې له کبله څرخي الوتکو د امنیتي ځواکونو پوستې په راکټونو ووېشتلې. "
ښاغلي وزیري وویل د دفاع وزارت په هرات کې ۲۰۷ ظفر قول اردو ته یو پلاوی استولی دی چې پېښه ښه وڅېړي او " د پېښې مسول کس تثبیت او د قانون له مخې ورسره چلند وکړي ".
خو، ښاغلي وزیري نه دي ویلي چې که عامل یې وپېژندل شي، سزا به یې څه وي.
ښاغلي وزیري همدغه راز په دغې پېښې کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو رول او ونډه هم رد کړې ده.
اخوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په خپل رسمي ټویټر باندې هغه تورونه رد کړي چې د هغوی الوتکو په فراه کې بمباري کړې ده.
د قاطع ملاتړ ماموریت وايي د امریکا پوځ الوتکو په تېرو شاوخوا اوو ورځو کې په فراه کې کوم عملیات نه دي کړي.
اړوند
افغانستان ۲۰ جنګي او بې پيلوټه الوتکې اخلي
افغان پوځ نوې جنگي الوتکې تر لاسه کوي
افغانستان له امریکا څخه هوایي تجهیزات غواړي
Авиаперевозчик flydubai будет летать в Узбекистан, отмечает интерактивное издание aviav.ru. Авиакомпания, базирующаяся в воздушной гавани…
Совершил последний пассажирский регулярный авиарейс 3-моторный самолет узкофюзеляжного типа Boeing-727, отмечает интерактивное издание aviav.ru. Эра…
{:ru} С 2013 года деловая авиация в Афганистане вступила на новую ступень своего развития. Именно…
{:ru} КомпанияAVIAV TM (CofranceSARL) предлагаеттюнинг самолетов и вертолетов в Афганистане. Сегодня еще не все слышали…
{:ru} Медицинские авиаперевозки в Афганистане – актуальная услуга, которую легко заказать в нужный момент на сайте…
{:ru} Интересует авиаперевозка грузов в Афганистане? Авиаброкер AVIAV TM (CofranceSARL) организует «под ключ» перелет любой…