امریکا د مالیزیایي الوتکې د پلټونکو په مخنیوي اندیښمنه ده

امریکا د مالیزیایي الوتکې د پلټونکو په مخنیوي اندیښمنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي دي چې امریکا له دې کبله « سخته اندېښمنه ده» چې د مالیزیا د راغورځول شوی الوتکې د وژل شوو سپرلیو د مړو ټوټې او د الوتکي ټوټې پارچې د اوکراین په ختیځ کې له هغه ځای نه را ټولي شوي دي چې دغه الوتکه په کې راولویده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ښاغلي کېري پرون د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرگي لاوروف سره په تلیفون کې خبرې وکړې.

هغه لاوروف ته وویل چي دی له دې کبله هم اندېښمن دی چي اروپایي تحقیق کوونکو ته اجازه نه ده ورکړه شوې چي د پېښي ځای ته ورشي.

ښاغلي کېري د روسیې نه یو ځل بیا وغوښتل چي په ختیځ اوکراین کې د روسیې طرفدارو بېلتون غوښتونکو ته دي د وسلو او جنگیالیو د بهیرونو د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس وایي چې لاوروف موافقه وکړه چې ټول فزیکي شواهد به چې د الوتکي د ثبت د تور بکس آله به هم په کې شامله وي تحقیق کوونکو ته وسپارل شي.

د اوکراین جمهور رئیس پیټرپوشینکو چارواکو ته ددې تضمین ورکړ چي د اوکراین حکومت به د امکان تر حده هرڅه وکړي چي د نړیوال ملکي هوایي چلند د سازمان تر مشرۍ لاندي شفاف او څرگند تحقیقات وکړي.

له بلې خوا د هالینډ صدراعظم مارک رټ ویلي دي چي ده د شنبې په ورځ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په ټلیفون کي ډیري سختي خبري کړي او ورته ویلي یې دي چي د اوکراین په بېلتون غوښتونکو باندي دي فشار زیات کړي چي هغوی په اوکراین کي د مالیزیا د راغورځول شوي الوتکي د تحقیقاتو سره مرسته وکړي.

Читайте также  کندهار کې د تفاهم شورا غونډه د بلخ والي له ګډون پرته جوړه شوه

ښاغلي رټ وویل چي ده ښاغلي پوتین ته وویل چي « ته باید نړۍ ته هغه څه وښی چي د مرستي کولو نیت دی کړی.»

د راغورځول شوي الوتکي د ٢٩٨ سپرلیو او عملې د غړو تر نیمایي زیات یې هالینډیان وو.

ښاغلي رټ وویل چي ده د هغو تصویرونو په لیدو سره ټکان وخوړ چي یاغیان د وژل شوو خلکو شیان را غونډوي او د پېښي د ځای په شاوخوا کي گرځي راگرځي.

له بلي خوا روسیې په دغي الوتکي باندي په حمله کې د لاس درلودلو څخه انکار کړی او موافقه یې کړې ده چي نړیوالو تحقیقاتو ته ضرورت دی.

په اوکراین کې د استخباراتو سره د مبارزې مشر وايي داسې پاخه شواهد یې موندلي چې ښيي روسيي خپل سرحد ته نژدې د بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې فضا کې، د مالیزیايي الوتکې په غورځولو مهم رول لوبولی دی.

ویتالي نادا د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې روسيي پلوه بیلتون غوښتونکي د بګ۱ میزایلو د توغولو دومره پرمختللې روزنه نه لري.

په همدې حال کي د مالیزیا د ترانسپورت وزیر واېې چې الوتکه تر وېشتل کیدو مخکې، پر نړیوالې فضايي لیکې سمه روانه وه.

له دی مخکي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړو د جمعي په ورځ د ملایزیا هوايي شرکت د الوتکي رالویدل غندلي دی او د یوه خپلواک نړیوال بشړو او جامع تحقیقاتوغوښتنه شوی ده.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика