افغانستان د صافي پر پروازونو بندیز ولګاوه

افغانستان د صافي پر پروازونو بندیز ولګاوه

تراوسه د صافي هوايي شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي

افغان حکومت وايي د صافي هوايي شرکت د خپلو څه باندې یو میلیارد افغانیو پور په ورکړې کې پاتي راغلی.

د افغانستان ملکي هوانوردۍ خپلواکه اداره وایي د صافي هوايي شرکت څه باندې یو ملیارد او ۱۵۲ میلونه افغانۍ د حکومت پوروړی دی او د پور په ورکړې کې پاتي راغلی دی.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼۍ کې وویل چې د صافي شرکت پر الوتنو بندیز لګول شوی.

د هوايي چلند اداره وايي پر دې سربېره د صافي پر هوايي شرکت د حکومت مالیاتي پورونه هم پاتې دي.

اعلامیه وايي د افغانستان د ماليې وزارت د صافي هوايي شرکت داخلي پروازونه د سه شنبې له ورځې او نړیوال پروازونه د پنجشنبې له ورځې بندیږي او کارونه یې هم ځنډول کیږي. همدغه راز د دغه شرکت چارواکي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

چارواکو د صافي هوايي شرکت ته خبرداری ورکړی، چې له دغه اعلان نه وروسته کوم فعالیت ونکړي او ټکټونه هم ونه پلوري.

تراوسه په خپله د صافي هوايي شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي. دا مهال پر یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو سربېره ځیني نړیوال هوايي شرکتونه هم افغانستان ته او له افغانستان نه پروازونه کوي.

Читайте также  کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی
admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика