د امریکا د تکزاس بریدګر څوک و

د امریکا د تکزاس بریدګر څوک و

دا برید په محلي وخت د غرمی مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې شوی.

د امریکا د هوايي ځواکونو ویاند ان ستیفانیک وايي چې دغه ۲۶ کلن بریدګر دیفین پېټریک نومېده.

ښاغلی پېټریک له خپلې ښځې او زوی سره د شخړو او بد چلند له کبله له عسکري خدمت څخه محروم او شړل شوی و.

د هغه مېرمن وايي چې نظامي محکمې پېټریک په یو کال بند محکوم کړی او رتبه یې هم ټېته کړل شوې وه. اسوشیتډپرس وايي چې دیفین پېټريک په ۲۰۱۰ کال کې له عسکري خدمت څخه له شړل کېدو وروسته تر ۲۰۱۲ کال پورې په د امریکا د نیو مکسیکو په ایالت کې د هولومن په هوايي ډګر د لوژیستک په برخه کې کار کاوه.

د امریکا جمهور رئیس ډونالدټرمپ چې د آسیا په دوره دی، دا پیښه لیونتوب او برید کوونکی یي مطلق لیونی بللی دی.

ښاغلي ټرمپ په خبري کنفرانس کې وویل چې دا پیښه د لیونتوب نه کیږي او ښکاري ـ چې دا یو لیوني سړي کړې چې د اوږدې مودې مریض و. جمهور رئیس ټرمپ وویل مونږ لکه د نورو هیوادونو په شان په خپل هیواد کې دا ډول عقلي مریضان ډير لرو. خو دا پیښه د وسلو قضیې سره تړاو نلري.

د conservative fighters ویب پاڼې لیکلي چې دغه کس په کلیسا برید کړې

د یکشنبې (نومبر ۵) په ورځ د تکساس ایالت د سدرلند سپرنګ ناحیې په یوه کلیسا کې یو وسله وال سړي لږترلږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور يي زخمیان کړل. د تکساس والي دا پیښه د تکساس په تاریخ کې تر ټولو لویه ډلیزه وژنه بللی.

Читайте также  د فوټبال په پایلوبه کې افغانستان نن له هند سره لوبیږي

د یکشنبې په ورځ کلیسا ته د عبادت لپاره راغوڼډ شوي وو چې، یو مسلح شخص ورننوت او په بی دفاع خلکو يي ډزې شروع کړې. د سیمې اوسیدونکي کیوین جوردن د ‌ډزو ساعت کې په ساحه کې و. کیوین وایي "سخت هیبت ووهلم چې څنګه یو سړی په دومره ځایونو کې دغه وړې کلیسا کې داسی کار کوي.

ولی دا کلیسا؟ ولی باید دا خلک ووژنی چې یوازی عبادت يي کاوه؟ دوئ خو فقط عبادت کوونکي وو، ولی باید پدي خلکو حمله وکړې هغه هم د یکشنبې په ورځ چې خلک بی دفاع عبادت ته ټولیږي؟"

سیمه ایز مسؤلان وایي تراوسه نه پوهیږي چې مشکوک بریدکوونکي ولی دا خلک ووژل.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика