د افغانستان ملي اردو، سیمیزه اردو جوړوي

د افغانستان ملي اردو، سیمیزه اردو جوړوي

د ولسمشر غني د فرمان له مخې د سیمو د امنیت ساتلو لپاره به ۳۶۰۰۰ کسان د محلي اردو په چوکاټ کې زیات شي

له سیمیزو پولیسو، اربکیو او ولسي پاڅون کوونکو وروسته، د افغانستان حکومت اوس د سیمیزې اردو د جوړولو پلان لري.

له سیمیزو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره، د افغانستان ملي پوځ سیمیز پوځیان ګماري. د افغانستان د دفاع وزارت امریکا غږ ته ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د سیمو د امنیت ساتلو لپاره به ۳۶۰۰۰ ځواکونه د محلي اردو په چوکاټ کې فعالیت پيل کړي. د دوی اکثریت به د اړوندو سیمو ځوانان دي.

چارواکي وايي د محلي پولیسو لیکو ته داخلېدونکي باید د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ عمر ولري، د ځینو نورو شرایطور ترمنځ باید د محلي اردو غړي جرمي سابقه او روغتیايي ستونزې ونلري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دا بهیر به لومړی د دغه ولایت په دریو ولسوالیو، خوګیاڼي، پچیراګام او ده بالا کې پیل او وروسته نورو ولسوالیو ته وغځول شي.

ښاغلي خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د دغه کار هدف د داعش او نورو اورپکو ډلو د بېرته ستنېدو مخنیوی او د سیمو د امنیت ټېنګول دي.

نوموړي وویل "په اول قدم کې به شاوخوا ۳۰۰ ځوانان د محلي اردو په چوکاټ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې روزل کیږي. هغوی به د ندو پر مهال پوره تجهیز او سمبال کیږي او د جنګ پر وخت به یې هوايي ځواکونه هم مرسته کوي او له دې وروسته به په ننګرهار کې د محلي اردو یو کنډک هم فعالیت ولري."

Читайте также  امریکا د مالیزیایي الوتکې د پلټونکو په مخنیوي اندیښمنه ده

په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند شیرین آقا فقیري وایي چې د ولسمشر غني په لارښوونې سره په ننګرهار کې په دریو ټولیو کې ځوانان روزل شوي، تشکیل شوي او دفاع وزارت به یې ژر جذب کړي.

هغه وویل "د ننګرهار په ولایت کې درې ټولي تشکیل شوي چې بریدملان او سرتېري دي. هغوی مخکې ترخیص شوي او په دعوه طلب شکل جذب شوي دي. دوی به منظم تشکیلات ولري او په قول اردو کې به یې ښوونه او روزنه کیږي، تجهیز او سمبالیږي. اړتیاو ته په کتو به دوی په ولسوالیو کې ځای پر ځای کیږي او د قول اردو تر څار لاندې فعالیت کوي."

د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش ډله هم فعاله ده. دا اول ځل دی چې په افغانستان او په خاص ډول ننګرهار کې د محلي اردو په نامه ځواک جوړیږي، چې د سیمو امنیت او د اورپکو دفعالیت مخه ونیسي.

همدا اوس د افغاستان په ډېرو ولایتونو کې سیمه ییز پولیس فعالیت کوي چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰۰۰ ته رسیږي، خو د دغو پولیسو د چال چلند په اړه ډېر شکایتونه شوي دي. لا معلومه نه ده چې د محلي اردو په جوړېدو سره به محلي پولیس ختم شي کنه؟

اړوند

  • ننګرهار، دافغان او داعش جنگیاليو د جگړې ډګر

  • ارګ جهادي ملیشې له امنیتي ځواکونو سره ګډوي

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика