شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې ته وپیژندل شول

شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې ته وپیژندل شول

ښاغلي دانش هیله وښوده چې د ولسي جرګې غړي به د خپل قانوني واک له مخې خپلې رایې وکاروي.

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش د چهارشنبې په ورځ د ملي یووالي د حکومت شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې نه د باور د رایې د اخیستلو لپاره دغې جرګې ته وروپیژندل.

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال د ولسي جرګې غونډې ته د دغو نوماند وزیرانو د ورپیژندلو په وخت هیله وښوده چې د ولسي جرګې له خوا د باور د رایې د ترلاسه کولو وروسته به کابینه بشپړه او په ادارو کې موجودي ستونزې به هوارې شي.

ښاغلي دانش وویل " هیله لرو چې د کابینې په بشپړیدلو او همدارنګه په سیمه ایزو ادارو کې د نوې رهبرۍ په فعالیدلو سره به شته نیمګړتیاوې او ګډوډۍ هوارې شي تر څو حکومت وکولای شي خپلې اصلي پالیسۍ اجرآ او تطبیق کړي ".

د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال د حکومت او پارلمان ترمنځ د ښو کاري اړیکو په اړتیا هم خبرې وکړې هیله یې وښوده چې د ولسي جرګې غړي به د خپل قانوني واک له مخې خپلې رایې وکاروي.

همداشان ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې په شفافه توګه د فرخندې د دوسیې د څیړلو او هم د سولې او کابل – کندهار په لویه لاره د یرغمل شوو هزاره مسافرو د خلاصون د هڅو یادونه وکړه او د ولسي جرګې نه يې وغوښتل چې حکومت سره د کابینې په بشپړیدلو کې مرسته وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې ولسي جرګه به کله د حکومت دغو نوماند وزیرانو ته د باور د رایې د ورکولو لپاره خپلې غونډې جوړې کړي.

Читайте также  کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې د دغې جرګې اړوند کمیسیونونه به لومړی د یوې اونۍ په موده کې د شپاړس نوماند وزیرانو تحصیلي اسناد وڅیړي او بیا به هغوی ته د باور د رایې د ورکولو لپاره غونډې جوړې کړي.

ولسي جرګې ته نن ورپیژندل شوو شپاړس نوماند وزیرانو کې دا نوماندان شامل دي:

عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو، ، اسدالله ضمير د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو، انجنير محمود بليغ د فوايد عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، محمدالله بتاش ترانسپورت او هوايي چلند، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې، سيد سعادت منصور نادري د ښار جوړونې، ډاکتر عبدالبصير انور د عدليې، عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، میرمن دلبر نظري د ښځو چارو، میرمن سلامت عظيمي له نشه يي توکو سره د مبارزې، میرمن فريده مومند لوړو زده کړو، میرمن نسرين اورياخیل د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند.

جمهور رئیس محمد اشرف غني حمل په لومړۍ ورځ د خپل حکومت د ۱۶ نوماند وزيرانو نومونه اعلان کړل، خو جمهور رئیس غني لا هم د ملي دفاع وزارت ته څوک نوماند کړی نه دی.

د ملي یووالي حکومت د مرغومې په ٢٢ مه ۲۵ نوماند وزيران او د ملي امنيت اود افغانستان بانک ریئسان ولسي جرګې ته د باور رايې د اخیستلو لپاره ورپیژندلي وو چې د دغې ډلې یوازې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کليو پراختيا، ماليې، حج او اوقافو، کانونو او پیټرولیم، عامې روغتيا او کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو لپاره نوماندو وزيرانو او د ملي امنيت نوماند له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

Читайте также  افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو راوروسته اکثره وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика