سروې: د امریکا د هوايي شرکتونو په اړه د خلکو شکایت کم شوی

سروې: د امریکا د هوايي شرکتونو په اړه د خلکو شکایت کم شوی

په یوې نوې سروې کې ویل شوې چې د وړم کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د امریکايي شرکتونو مشتریان د پروازونو د وخت او سامانونو د خوندي ساتلو له پلوه خوشحاله دي او په دې اړه شکایتونه کم شوي دي.

د ویچیتا ایالت او ایمبر-رایډل ایرونایتیکل پوهنتونونو په خپلې سروې کې د امریکا د ترانسپورت وزارت معلومات کارولي دي. دوی وايي د خپلې سروې پوره جزییات د هوايي شرکتونو نومونه او لست وروسته خپروي.

په سروې کې دې ته کتنه شوې چې په کوم هوايي شرکت کې د مسافرو بیکونه ډېر ورک شوي، څومره خلکو له کومو هوايي شرکتونو څخه شکایت کړی دی او دا چې په الوتکو کې دننه او په انتظار خونو کې د مسافرانو لپاره فضا څنګه وه. همدغه راز په سروې کې دا هم ویل شوي چې اوس خلک د پروازونو د وخت او تګ راتګ په اړه خوشحال دي او د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې دا شکایت له ۸۱ څخه ۷۹ ته کم شوی دی.

سروې وايي چې د امریکا په هوايي شرکتونو کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د بیکونو ورکېدل ۱۷ فیصده کم شوي، په الوتکو کې دننه او د الوتکو په انتظار خونو کې د مسافرانو لپاره د ازادې فضا په برخه د خلکو شکایت ۱۸ فیصده کم شوی دی.

سروې وايي چې په عمومي ډول د هوايي شرکتونو د چال چلند په اړه د مسافرانو شکایت پنځه فیصده کم شوی دی. خو اسوشیتډ پرس وايي چې لا هم ډېر داسې مسافر شته چې د امریکا د هوايي شرکتونو په برخه کې بې شمېره شکایتونه لري.

Читайте также  مصر:احتمال شته چې ترویستي برید الوتکه راغوځولې وي

د ویچیتا ایلت او ایمبر-رایډل ایرونایتیکل پوهنتونونه له شاوخوا ۲۵ کلونو راهېسې د هوايي شرکتونو د چال چلند په برخه کې د خلکو نظریات راټولوي او سروې کوي.

خو داسې ویل کیږي چې دا ډول سروېګانې سل په سلو کې رښتیا هم نه وي. دا سروې داسې مهال خپریږي چې د امریکا حکومت متحدو ایالتونو ته د ځینو هوايي شرکتونو په مستقیمو پروازونو کې د لیپټاپونو په راوړلو هم بندیز لګولی دی. د دغه کار اقدام د تروریستي ممکنه بریدونو مخنیوی ښودل کیږي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика