تفاهم شورا ګډونوال: سبا ته کندهار کې بلخ والي په ګډون غونډه جوړیږي

تفاهم شورا ګډونوال: سبا ته کندهار کې بلخ والي په ګډون غونډه جوړیږي

د جمعې په ورځ په زرګونو کسان په دې غونډه کې د ګډون لپاره عینو مینې پارک ته ورغلي وو

یو شمیر افغان سیاستوال او د ملي شورا استازي چې په کندهار کې د "تفاهم شورا" په نوم د یوې سترې غونډې د جوړیدو بندوبست یې کړی، وايي که تر راتلوونکو ۱۲ ساعتونو پورې د بلخ والي عطا محمد نور ته په دې غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي، نو که څه پیښ شي مسولیت به یې د افغان حکومت پر غاړه وي.

دغو سیاستوالو چې اکثره یې د ملي شورا غړي دي، ادعا وکړه چې افغان حکومت له مزار شریف څخه کندهار ته د بلخ د والي د تللو مخه نیولې ده.

د ولسي جرګې غړو همایون همایون، حاجي ظاهر قدیر او یو شمیر نورو وکیلانو یو خبري کنفرانس ته وویل چې د تفاهم د شورا غونډه به د شنبې په ورځ خامخا د بلخ د والي عطا محمد نور په ګډون جوړیږي.

هغوی وویل چې د کندهار غونډه د افغانستان د اوسني نظام د چپه کیدو لپاره نه جویږي بلکې د دغو وکیلانو پر وینا هدف یې هغو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو ته د حل لارې لټول دي چې د ملي یو والي حکومت پر وړاندې پرتې دي.

د جمعې په ورځ د کندهار د عینو مینې په پارک کې د دې غونډې د جوړیدلو لپاره پوره بندوبست نیول وی وو او هم په زرګونو کسان په دې غونډه کې د ګډون لپاره دغه پارک ته ورغلي وو.

خو د غونډې تنظیمونکو وویل چې غونډه به د شنبې په ورځ د لس زرو کسانو په ګډون جوړه شي.

Читайте также  امریکا د سوریې شمال ته خاص ځواکونه استوي

د غونډې تنظیمونکي وايي په دې غونډه کې تر ۷۷ پورې د افغانستان د ملي شورا استازو ګډون کړی دی.

د دې سربیره د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل چې اوس د افغانستان د ملي محور په نوم د یو سیاسي خوځښت مشري کوي هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره کندهار ته تللی دی.

په دې غونډه کې د بلخ والي عطا محمد نور او د جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم د ګډون نیت درلود، خو تیر ماښام د هغوی د سپرلې الوتکه د مزارشریف د مولانا جلال الدین بلخي په هوايي ډګر کې د یو نیم ساعت ځنډ وروسته د یو لړ دلایلو له مخې کندهار ته الوتنه ونه کړه.

د افغانستان جمهوری ریاست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل کوم سیاستوال چې غواړي دغې غونډې کې ګډون وکړي مخه یې خلاصه ده.

د ملکي هوايي چلند ادارې دریځ

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې کندهار ته د بلخ د والي د سپرلې د الوتکې د تیرې شپې د الوتنې فسخ کیدلو علت تخنیکي بللی او ویلي دي چې سیاستوالو د سپرلې الوتکه کولی شي د ورځې په رڼا کې دغه هوايي ډګر ته د لازمې همغږۍ وروسته الوتنه وکړي.

دا اعلامیه وايي،ټاکل شوې وه چې د کام ایر الوتکه د پنجشنبې د ورځې شاوخوا لس بجې له مزارشریف څخه کندهار ته الوتنه وکړي، خو دې الوتکې په ټاکلې وخت الوتنه ونکړه او پرواز څو ساعته وځنډیده، وروسته بیا د الوتنې لپاره د ماښام الوتنه په پام کې ونیول شوه.

Читайте также  کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

اعلامیه زیاتوي "د کندهار په هوايي ډګر کې د شپې پر وخت د الوتنې کښناستلو د امکاناتو محدودیت او په دغه هوایي ډګر کې د نړیوالو ځواکونو سره همعږي چې د شپې له خوا پوځي عملیات ترسره کیږي، د دغې الوتکې د الوتنې څخه معذرت وغوښتل شو".

د بلخ د والي دریځ

د بلخ والي په یو بیان کې افغان حکومت کندهار ته د ده د تګ پر مخنیوي تورن کړی دی.

عطا محمد نور د خپل فیسبوک پر پاڼه په یو ویديوي پیغام کې د افغان حکومت دا کار د قانون پر خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي نور چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې د مزارشریف د مولانا جلال الدین بلخي په نړیوال هوايي ډګر کې خبرې کولې وویل چې "د افغان حکومت دغه حرکت نه یوازې دا چې غیرې انساني، غیرې اخلاقي او غیرې ملي دي د وطن خیر هم په کې نشته".

ښاغلي وویل "دا د قومونو، افغان او افغانستان په خیر نه دی، ملي یووالی زیانمنوي او د حکومت ستنې کمزورې کوي، هیله لرم چې د حکومت چارواکي له عقل کار واخلي".

د بلخ والي وویل په هوایي ډګر کې له یو نیم ساعت انتظار وروسته له الوتکې را کښته شوی او د الوتنې مسافه چې د کندهار او مزارشریف ترمنځ ده هغه یې په الوتکه کې په انتظار تیره کړې ده.

د بلخ والي سره د باتور دوستم سربیره د جمعیت سالامي د ګوند مرستیال کلیم الله نقیبي هم ملګرتیا کوله.

ښاغلی نقیبي په کندهار کې د جمعیت اسلامي د ګوند چارې سمبالوي او هم د دغه ګوند د مشر صلاح الدین رباني د مرستیال په توګه کار کوي.

Читайте также  افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

له دې مخکې، د بلخ ولایت په هوایي ډگر کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم الوتکې ته چې د څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دی، د کښناستو اجازه نه وه ورکړل شوې

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика