غني د کندز هوايي بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته

غني د کندز هوايي بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته

ولسمشر غني د قربانیانو له کورنۍ سره په ارګ کې وکتل

د کندز د دشت ارچې په هوایي برید کې د وژل شویو ملکي کسانو د کورنیو غړو له ولسمشر غني نه وغوښتل چې د پېښې له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.

د ارګ اعلامیه وايي ولسمشر محمد اشرف غني د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به د دا ډول پېښو مخه نیسي.

د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې لیکل شي "د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دادی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي."

ولسمشر غني د قربانیانو له کورنیوته دا هم وویل چې د" شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات" جوړوي.

ولسمشر غني پر طالبانو هم نیوکه وکړه چې د جګړې هېڅ ډول اصولوته درناوی نلري او په خبره يې په جوماتونو او ولسي ځایونو بریدونه کوي.

د کندز د دشت ارچي هوايي برید کور دننه او بهر پر افغان حکومت او ځواکونو کلکې نیوکې وپارولې. د ملګرو ملتونو سازمان تېره اونۍ راپور ورکړ چې په دغو بمباریو کې ۳۶ ولسي خلک وژل شوي چې ماشومان هم په کې شته.

د ارګ اعلامیه هم وايي چې د دشت ارچې په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې "ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي شهیدان او ټپیان" شوي دي.

Читайте также  ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

ارګ د دغو ادعاو د پلټلو لپاره یوه کميټه وټاکله چې تحقیقات وکړي، خو لا هم دغې کمېټې خپل راپور اعلان کړی نه دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په برید کې د طالبانو د کوټې د شورا د ځینو غړو په ګډون یو شمېر لوړ پوړي طالبان وژل شوي دي.

اړوند

  • یوناما د کندز د هوايي برید د تلفاتو په اړه راپور خپور کړ

  • ارګ په کندز کې د ملکي مرګ-ژوبلې پلټنه کوي

  • د کندز په برید کې د ګڼو "ملکیانو د وژلو" ادعا شوې ده

  • طالبانو د کندز د برید د غچ اخیستلو ګواښ وکړ

  • ولې د کندز برید په پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي؟

  • تیره یوه میاشت کې ۱۸۸ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика