د کابل د برید له کبله د کام ایر کورني پروازونه لغوه شول

د کابل د برید له کبله د کام ایر کورني پروازونه لغوه شول

د کام ایر شرکت له خپلو مشتریانو غوښتي چې حوصله او زغم وکړي

د کام ایر ۱۰ کارکوونکي د یکشنبې په ورځ (جنورۍ۲۱) د انټرکانټیننټل په برید کې ووژل شول.

په افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له هغه وروسته خپل یو شمېر کورني پروازونه لغوه کړل چې د انټرکانټیننټل په برید کې یې پیلوټان او انجینران ووژل شول.

د کام ایر د شرکت مرستیال فرید پیکار امریکا غږ ته وویل چې په برید کې یې شاوخوا ۱۰ پیلوټان او انجینران وژل شوي دي، چې له کبله یې فراه، کندهار، فیض اباد او بامیان ته یې پروازونه لغوه شول.

ښاغلي پیکار وویل چې د دوشنبې او سه شنبې د ورځې پروازونه به هم له یو لړ ستونزو او خنډ او ځنډ سره مخامخ وي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

ښاغلي پیکار دا هم ونه ویل چې دا پروازونه به کله بېرته پیلیږي او د ځند له کبله یې څومره افغانان زیانمن شوي‌ دي.

د کام ایر شرکت له خپلو مشتریانو غوښتي چې صبر او حوصله ولري

د کام ایر هوايي شرکت په خپل رسمي فیسبوک کې له خپلو مسافرو او مشتریانو غوښتي چې حوصله او زغم ولري او ویلي دي چې هڅه کوي ژر خپل عادي پروازونه بېرته پیل کړي.

د افغانستان د هوايي چلند وزارت ویاند قاسم رحیمي امریکا غږ ته وویل چې نغواړي په دې اړه خبرې وکړي.

د انټرکانټیننټل په هوټل باندې برید په ځايي وخت د شپې په شاوخوا ۱۰ بجې پیل شو چې ټوله شپه روان و. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايی په برید کې یوه بهرنۍ او پنځه افغانان وژل شوي‌ دي او یو شمېر نور ژوبل دي.

Читайте также  امریکا د مالیزیایي الوتکې د پلټونکو په مخنیوي اندیښمنه ده

اړوند

  • د امریکا له مرستو پرته، شپږ میاشتې هم خپل پوځ نشو تمویلولی- غني

  • کابل کې د افغانستان د رسنیو د قُربانیانو په یاد څلی جوړیږي

  • پر انټرکانټیننټل د طالبانو برید کې ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان وژل شوي

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика