د فوټبال په پایلوبه کې افغانستان نن له هند سره لوبیږي

د فوټبال په پایلوبه کې افغانستان نن له هند سره لوبیږي

افغانستان فوټبال ملي ټیم تر دا مهاله په څلورو سیالیو کې ۱۶ ګولونه تر سره کړي او یو وار یې د مالدیف له خوا ګول خوړلی دی.

ټاکل شوې نن مازدیګر پنځه بجې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو جام په پایلوبه کې د هندوستان په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو د فوټبال جام په سیالیو کې له بې سارې بریاوو وروسته د دغه جام په پای لوبه کې نن د مازدیګر پنځه بجې د کوربه لوبډلې هندوستان په وړاندې د سیالیو ډګر ته ځي.

د دې سیالۍ د لیدلو او د لوبغاړو د هڅولو لپاره، چې ټاکل شوې د هندوستان د کیرالا ښار په ټریواندروم نړیوال فوټبال لوبغالي کې ترسره شي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رئیس کرام الدین کریم په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی نن له کابل څخه هندوستان ته تللی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسئول سیدعلي کاظمي امریکا غږ ته وویل، په دې پلاوي کې د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي، د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش، د اطلاعات او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې وزیر اسدالله ضمیر او د کابینې یو شمیر نورو غړو سربیره د پارلمان یو شمیر غړي هم شامل دي.

ښاغلي کاظمي وویل، د نننۍ سیالۍ لپاره افغان ملي لوبډلې بشپړ چمتوالی نیولی او لوبغاړي به په لوړه روحیه د هندوستان په خلاف سیالۍ ترسره کړي.

Читайте также  مصر:احتمال شته چې ترویستي برید الوتکه راغوځولې وي

سیدعلي کاظمي وویل "هند چې د دغو سیالیو کوربه هم دی او د سویلي آسیا د هیوادونو یوه پیاوړې لوبډله ده چې په کم نظر باید ورته و نه کتل شي خو نن به د افغانستان ملي لوبډله به له خیره بریالۍ او د دغه جام اتلولي وګټي."

سیدعلي کاظمي دغه راز وویل، سبا د فوټبال ملي لوبډله کابل ته راستنه کیږي او ټاکل شوې افغان ولسمشر د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د لوبغاړو هرکلی وکړي.

افغانستان له دې مخکې د بنګله‌دیش، بوتان، مالدیف او سریلانکا فوټبال لوبډلو ته په لوړ توپیر بې سارې ماتې ورکړې او د دغو سیالیو پای لوبې ته یې لار پيدا کړه.

افغانستان تر دا مهال په څلورو سیالیو کې ۱۶ ګولونه تر سره کړي او یو وار یې د مالدیف له خوا ګول خوړلی.

دا سیالۍ په یو شمیر نړیوالو او کورنیو رسنیو کې هم په ژوندۍ بڼه خپریږي.

ټاکل شوې نن په کابل کې د فوټبال یو شمیر مینه وال د شهرنو په پارک کې سره راټول او د افغانستان او هندوستان لوبه د لویو سکرینونو له لارې په ژوندۍ بڼه ننداره کړي.

افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې هم په ورته سیالۍ کې هندوستان ته د دوو ګولونو په ورکولو ماتې ورکړه، چې په کور دننه د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوه او ځینو د بریا جشن د هوايي ډزو په کولو ولمانځه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د فوټبال له مینه والو غوښتي چې د افغان ملي لوبډلې له بریا وروسته د هوايي ډزو له کولو ډډه وکړي.

Читайте также  د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر چا چې هوايي ډزې وکړې له قانوني چلند سره به مخ شي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика