امریکا: سورېې کې د روسې مداخلت له خطره ډک دی

امریکا: سورېې کې د روسې مداخلت له خطره ډک دی

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د پنجشنبې په ورځ د سورېې په جریاناتو د خبرو په وخت وویل چې په سوریه کې د دولت د مخالفینو ضد بې درېغه عملیات کول د روسېې دپاره خطرناک کیدی شي.

هغه وايي چې « د سورېې په مسله کې د روسېې داخلیدل به دا شخړه نورهم جنجالي کړي. کیدی شي نامعلومې مودې پورې اوږده شي.ښاغلي ارنسټ دا هم ویلي چې د روسېې دغه د پټو سترگو بمبار به د سورېې د دولت میانه روي مخالفین هم د تشدد لوري ته کش کړي او روسېې ته به هم کور کې مشکل پیدا شي.هغه دا هم وايي چې د امریکا او روسېې ترمنځ به اینده کې نورې خبرې هم وشي چې ترڅو په سوریه کې په یو بل وار ونکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند د خبریالانو پوښتونو ته ځواب وايي

د امریکا او روسېې دوه لوړ رتبه مامورینو د پنجشنبې په سهار یو سره خبرې هم کړیدی.دا خبرې په داسې وخت کې شویدي چې ویل کیږي روسېې په عراق کې هم د عملیاتو نیت لري.د روسېې یو لوړ رتبه دیپلومات ویلي چې که چرې عراق ورنه وغواړي نو دوي به هلته هم هوايي بمباري وکړي.

خو د روځېې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف بیا دې نه مخالف نظر ورکړیدی ،هغه وايي «موږ په عراق کې د فضايي عملیاتو نیت نه لرو. په ملگرو ملتو کې خبري کانفرانس ته د وینا په وخت ښاغلي لاورف ویلي چې موږ ته نه چا بلنه راکړې. نه ېې غږ کړیدی. موږ مودبه خلک یو، بې سته چرته نه ځو.

Читайте также  د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

د سورېې د دولت مخالف لوري مشر خالد خوجا وايي چې د روسېې په بمبار کې ٣٦ ملکي کسان وژل شویدي

بلخوا د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي چې دوي به د اسلامی دولت یا داعش ډلې خلاف د روسېې مرستو ته هرکلی ووايي . هغه یوه فرانسوي تلویزون سره مرکه کې ویلي چې که روسېې ورته د کومک وړاندیز وکړو، نو غور هم پرې کولی شي او هرکلی ېې هم ورته ویلی شي.

د امریکا د سپېنې ماڼۍ ویاند په خپلو مطبوعاتي خبرو کې دا تصدیق نه کړه چې ایا د ایران کوم عسکر په سورېه کې جگړه کې داخل دی که نه. خو دا ېې ویلي چې که دا ریښتیا ووسي نو دا به هم ورسره جوته شي چې په سوریه کې د روسېې را داخلیدل وضعه څومره جنجالي او خرابه کړیده.

خو د ریوټر خبري اژانس د لبناني منابعو له قوله وايي چې په سلهاو ایراني عسکر سورېې ته تللي او د بشارلاسد د قواو سره په گډه د دولت د مخالفینو سره جگړه کوي.تر ننه سورېې کې ایران یوازې د مشورو تر حده کومک کوه.

بلخوا د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند سټیو وارن وايي چې دوي داسې راپور نه لري چې گني ایراني عسکر سورېې ته ور اوړیدلي وي. خو دا ېې هم ويلي که چرې ایراني عسکر سوریه کې ووسي نو دا هم د حيرانتیا خبره به نه وي.ایران په سوریه کې د روسېې د بمبار ملاتړ کوي.

دې نه وړاندې د روسېې الوتکو په سوریه کې دویمه ورځ هم پرله پسې بمبار ته ادامه ورکړې وه. دوي نه یوازې د اسلامی دولت یا داعش هدفونه ویشتلي بلکې د هغو ډلو ځایونه ېې هم په نښته کړیدي چې د امریکا په ملاتړ جگړه کوي.

Читайте также  د افغانستان څرخي الوتکو خپل پوځیان او پولیس ووژل

د روسېې د دفاع وزیر ویلي دوي د اسلامی دولت ډلې مهم ځایونه لکه د قوماندې مرکز، د وسلو ډیپوگان او نور ځایونه په نښه کړیدی.په دې اړه د روسېې د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د خبرو په وخت ویلي چې «موږ چې کوم خلک په نښه کړي چې هغه ترورستان دي ،کارونه ېې د ترورستانو دي،. نو یو څوک چې ترورستانو غوندې چلند کوي، نو ترورست دی. موږ تل دا ویلي چې موږ د داعش او هغو غوندې ډلو خلاف جنگ کوو. امریکایان هم دا غواړي. د ایتلاف ملگري هم د داعش ،النصره او نورو ډلو خلاف جنگ کوي نو موږ هم ورسره یو.

. د روسېې جمهورریس ولادیمیر پوټین هم بمبار کې د ملکي کسانو د وژل کیدو خبره رد کړیده

خو د امریکا سناتور جان مکین وايي چې روسېې د هغو کسانو او ډلو خلاف بمبار نه کار اخیستی چې د امریکا استخباراتو د جنگ دپاره روزلي وو.په انگلستان کې مرکز لرونکي د سورېې د بشر د حقوقو د ناظرینو ډله وايي چې د روسېې په بمبار کې هغه ځایونه هم لگیدلي چې تجم لزحه په نوم د امریکا پلوې ډله فعالیت کوي.

دا وخت چې د امریکا او ملگرو ملکونو الوتکې هم د سورېې په فضا کې گرځي د روسېې د الوتکو ورگډیدل به وضعه نوره هم خرابه کړی او ولسي خلکو ته به نور هم تاوان واړوي.

د سورېې د دولت مخالف لوري مشر خالد خوجا وايي چې د روسېې په بمبار کې ٣٦ ملکي کسان وژل شویدي. چې پینځه ماشومان هم پکې شامل ّی.

Читайте также  اوکراین: روسیه د مالیزیالي الوتکي په پیښه کې لاس لري

خو دا خبره لا تصدیق شوې نه ده. د روسېې جمهورریس ولادیمیر پوټین هم بمبار کې د ملکي کسانو د وژل کیدو خبره رد کړیده.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика