په افغانستان کې د مسافرو لپاره ١٣١ ترانسپورتي ترمینلونه جوړیږي

په افغانستان کې د مسافرو لپاره ١٣١ ترانسپورتي ترمینلونه جوړیږي

د مزارشریف د باختر وطن په ترمینل ٢٠ میلیونه امریکایي ډالر لگیدلي دي

د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر محمدالله بتاش په بلخ کې د ځمکني ترانسپورت د ترمینل د کتنې پر وخت وویل چې ددغو ترانسپورتي تاسیساتو په جوړیدو سره به په افغانستان کې څه دپاسه ٧٠ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي بتاش وویل چې حکومت داسې پروگرامونه لري چې د ترانسپورت او مسافبرۍ او مالونو د لیږدولو په چارو کې ښه آسانتیاوی رامنځ ته شي.

ددې ترمینلونو څخه یو یې په بلخ کې د باختر وطن ترمینل دی چې د د هغې د مسؤل بدالحق خرمي په وینا نژدې ٢٠ میلیونه امریکایي ډالر پرې لگیدلي دي.

ښاغلي خرمي وویل چې د باختر وطن ترمینل په ۳۳ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی او د یو عصري ترمینل ټول امکانات لري. هغه زیاته کړه چې ددې ترمینل سالون ٢٥٠٠ میتره مربع مساحت لري او په یو وخت کې په کې ۱۰۰۰ تنه مسافر ځایږي.

له بلې محلي مسؤلین او د بلخ د ولایتي شورا د افغانستان د ترانسپورت وزارت ددې اقدام څخه په هرکلي له حکومت غواړي چې د پانگونو د ودې لپاره د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ پراخ پروگرامونه جوړ کړي.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر وویل چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې په سلو کې ۹۵ ترانسپورتي خدمتونه خصوصي سکتور ته ځانگړي شوي دي.

Читайте также  د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د نړیوال قهر او اندیښنو سبب شو
admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика