د عراق پوځ له داعش نه د تکریت د نیولو عملیات پیل کړل

د عراق پوځ له داعش نه د تکریت د نیولو عملیات پیل کړل

د تکریت د نیولو لومړنۍ هڅه ناکامه شوې ده. تکریت د پخواني ولسمشر صدام حسن پلرنی ټاټوبی دی.

د عراق حکومتي تلویزون وايي د شیعه او سوني جنګیالیو له ایتلاف نه برخمن، د عراق پوځ د دوشنبې په ورځ پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې د اسلامي دولت له ډلې نه، د تکریت ښار بېرته ونیسي.

دغه ښار د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسن پلرنی ټاټوبی دی.

خو له دغو پوځي عملیاتو څو ساعته وروسته، د داعش ډلې وویل چې دوی لا د تکریت ښار ته ننوتلي هم نه دي، دا په دې مانا چې اوږده جګړه په مخکې ده.

د تکریکت ښار د صلاح الدین ولایت مرکز دی چې د بغداد په ۱۳۰ کیلو مېترۍ کې دی، داعش دغه ښار د موصل له ښار سره یو ځای په تېر پسرلي کې ونیو.

د امریکا د هوايي بریدونو په ملاتړ،عراقي ځواکونو په تېر نومبر کې د تېلو د تصفیې ښار بیجې ونیوه او داسې ښکاري چې د تکریت د نیولو هوډ یې هم کړی دی.

د موصل د ښار د نیولو لپاره د تکریت د ښار نیول ځکه مهم دي چې له ستراتیژیک پلوه، پوځ ته مهم موقعیت لري.

امریکايي پوځي چارواکي وايي د موصل د ښار د نیولو پوځي عملیات به ښايي په اپریل او مۍ کې پیل شي چې ۲۵۰۰۰ عراقي سرتېري به په کې ښکیل وي، خو وايي که عراق د دغو عملیاتو لپاره چمتو نه وي، ښايي وخت یې بدل شي.

د تکریت د ښار د نیولو تېره هڅه ناکامه شوې وه او له دغو عملیاتو وروسته، عراقي چارواکو وویل چې د موصل د ښار د نیولو لپاره نېټه نه ټاکي، د تکریت د نیولو په عملیاتو کې د عراق جنګي جټ الوتکو هم برخه اخیستې وه، خو له څو ساعتونو جګړې وروسته یې هم کومه نتیجه ورنکړه.

Читайте также  شاه رخ خان بیا په امریکا کې توقیف شو

په صلاح الدین ولایت کې د پوځ قومندان جنرال عبدالوهاب السعدي حکومتي تلویزون ته ویلي چې عملیات له پلان سره سم روان دي.

ده وویل" تراوسه د تکریت ښار ته ننوتلي نه یو، که د الله رضا وي، ورننوځو، خو لږ وخت ته اړتیا لرو. انشاالله چې بری به راشي او صلاح الدین به د ټولو ترهګرو ډلو لپاره هدیره وګرځي. "

د تکریت د ښار نیول د شیعه په مشرۍ د عراقي حکومت لپاره یوه لویه ازموینه بلل کیږي. د اسلامي دولت جنګیالي په دغه ښار کې خپل حضور ډېر قوی کړی او هڅه یې دا ده چې قوي مقاومت هم وکړي.

سره له دې چې حکومتي تلویزون وايي د دوشنبې په عملیاتو کې شیعه او سوني جنګي قبایلو برخه لرله، خو تکریت سوني مېشتی ښار دی او ښايي په عملیاتو کې د شیعه ګانو برخه اخیستل په تکریت کې سونیان هم را وپاروي.

د عراق په پوځ کې شیعه ګان ډېر دي چې د هېواد په نورو برخو کې پرې له سونیانو سره د ناوړه چلند تورونه هم پورې شوي دي.

تر دغو ګډو عملیاتو څو ساعته وړاندې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، پر سوني قبایلو غږ وکړ چې د اسلامي دولت د ډلې مخه ونیسي، ده په دغه ښار کې ټولو سونیانو ته د عمومي بخښنه اعلان وکړ خو په دې شرط چې له دغه وروستي فرصت نه ګټه واخلي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика