د طالبانو مشر د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی

د طالبانو مشر د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی

د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا پوځ " د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو په مشر ملا اختر منصور هوایي برید کړی."

د پنټاګان ویاند پیټر کوک همدارنګه ویلي دي چې " د برید په هکله ټول جزیات ندي رارسیدلي. "

په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د ملا منصور وژل کیدل تائید کړل. دغه چارواکي وویل چې د طالبانو مشر د پاکستان د بلوچستان ایالت د تفتان په سیمه کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د دغه برید اجازه ورکړې وه او برید د پاکستان په خاوره کې شوی. د برید نه سمدستي وروسته طالبانو په یوې اعلامیې کې د خپل مشر وژل کیدل رد کړیدي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سي آی اې د پخوا راهیسې په پاکستان کې په وسله والو ډلو بریدونه کو خو داسې ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې د امریکا بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په پاکستان کې په افغان طالبانو برید کوي.

د امریکا یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې " څو بې پیلوټه الوتکو د بلوچستان ایالت د احمد وال په سیمه کې د طالبانو په مشر چې په یو موټر کې د نورو کسانو سره یې سفر کاوه، بریدونه کړیدي. "

برید د امریکا د خاصو عملیاتو ځواکونو کړی او د پاکستان په محلي وخت د ماسپښین په دریو بجو شویدی.

Читайте также  ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چاراکي بیا ویلي دي چې د برید په هکله د پاکستان او افغانستان چارواکو ته اطلاع ورکړل شویده. دغه چارواکي دا ندي ویلي دي چې دا اطلاع د برید نه وړاندې او که وروسته ورکړل شویده.

ملا منصور اختر تیر کال جون په میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د لومړۍ ورځ نه ځینو طالب مشرانو اختلاف درلود.

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت د استازو سره وګوري.

ملا منصور څوک و؟

د تیر کال د اسد په میاشت کې چې طالبانو د ملاعمر د مړینې خبر تایید کړ ،طالبانو په کوټې کې په یوې غونډه کې ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه وټاکه.

ویل کیږي چې ملا منصور ۵۶ کلن او د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. هغه په قوم اسحاق زی دی.

ملامنصور د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې شامل و. هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست و او څه موده یې د کندهار والي هم و.

د طالبانو د مشر په توګه د هغه د ټاکل کیدو وروسته، د طالبانو یو شمیر مشرانو، چې زیاتره یې په افغانستان کې وو، د هغه د مشر کیدو سره مخالفت وښود.

Читайте также  د نوي رادار د نصبولو تړون لاسلیک شو

په هغو طالبانو کې چې د ملا منصور د مشرۍ سره یې مخالفت کاوه یو هم د ملا دادالله ورور منصور دادالله و چې څو میاشتې وروسته په زابل کې ووژل شو.

د ملا منصور مخالفو طالبانو په فراه کې غونډه وکړه او د خپل مشر په صفت یې ملا محمد رسول وټاکه.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې، ملا منصور او ملارسول په مشرۍ د طالبانو ترمنځ د جګړو رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې ویل کیږي پکښې د دواړو خواوو په لسګونو طالبان وژل شوي دي.

ویل کیدل چې ملامنصور د نورو طالب مشرانو په پرتله د سولې د خبرو په اړه نرم دريځ لري خو په دې وروستیو کې د هغه په مشري طالبانو اعلان وکړ چې نه غواړي چې د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

د ملا اختر محمد منصور په اړه دا هم ویل کیده چې د پاکستان د استخباراتي سازمان یا آی اس ای سره یې نږدې اړیکې درلودي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика