د خوست د هوایي ډګر نه نړیوال پروازونه پیلیږي

د خوست د هوایي ډګر نه نړیوال پروازونه پیلیږي

د خوست ملکي هوایي ډګر په نړیوال هوایي ډګر بدلیږي چې سعودي، متحده عربي امارات او نورو هیوادونو ته برې ترې پروازونه کیږي.

د خوست ملکي هوايي ډګر د جوړېدو چارې څو کاله مخکې پيل شوي، تر چارديوالۍ وروسته يې لومړۍ پروژه رنوې وه، چې تازه بشپړه شوې او نن پرې د کام اير هوايي شرکت يوې الوتکې ازمايښتي ناسته وکړه.

د افغانستان د هوايي چلن د ادارې رئيس ، چې د يوه پلاوي په مشرۍ په ياده الوتکې کې خوست راغلی و، يوې غونډې ته وويل پلان يې دا دی، چې د خوست هوايي ډګر د نړيوال ملکي هوايي ډګر بڼه خپله کړي.

محمودشاه حبيبي وويل، چې له دې هوايي ډګر څخه به الوتکې د افغانستان دننه او ځينو بهرنيو هېوادونو ته الوتنې ولري. د ده په وينا پر هغو معيارونو کار کوي چې د نړيوال ملکي هوايي ډګر لپاره په کار دي.

هغه وويل ” په رنوې هغه الوتکې هم کښیناستی شي چې ۳۵۰ کسانو د انتقال ظرفيت لري. له دې ځای به الوتکې پرواز کوي، مستقيماً به متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته ځي او له هغه ځايه به مستقيماً اروپا ته تلای شي‟.

د دغه هوايي ډګر رنوې يا ځغاست ليکه ۲۶۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او د ۷۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت سره يې د جوړېدو چارې د تېرو ۲۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د هوايي چلند د ادارې رئيس محمودشاه حبيبي زیاته کړه، چې له خوست نه کابل ته د الوتنو د ژر پيلولو لپاره لومړی موقتي ترمينل جوړوي او له هغه وروسته به د يوه اساسي ترمينل د جوړولو چارې پيل کړي.

Читайте также  امریکا: سورېې کې د روسې مداخلت له خطره ډک دی

” موږ اوس د ۱۲۰ ميليونو افغانيو يوه بله پروژه پيلوو، چې تدارکاتي مراحل يې تکميل شوي، په هغه کې د هوا پېژندې ادارې ودانۍ، موقتي ترمينل، حقلوي سړک او ځينې نور محلقات شامل دي‟.

په ټوليز ډول د دې هوايي ډګر د جوړېدو پروژه په دغه ولايت کې د بيارغونې د پروژو په لړ کې تر ټولو جنجالي پروژه بلل شوې. دا پروژه د کيفيت او د قرارداد د شفافيت له پلوه د خلکو له سختو نيوکو سره مخ ده.

په خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ځله د يادې پروژې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي. ده ويلي وو چې د خوست د ملکي هوايي ډګر د جوړولو پروژه د ځينو مافيايي کړيو لاسته لوېدلې.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي نننۍ غونډې ته وويل، چې د دې هوايي ډګر د فعالېدو په صورت کې به د مسافرينو د انتقال ستونزې د حل ترڅنګ د سوداګرۍ په پراختيا کې هم مهم رول ولري.

والي حبيبي وويل ” که د خوست دغه نړيوال هوايي ډګر په ټولو معيارونو برابر جوړ شي، دا به د دغې سيمې په يوه اقتصادي او ترانزيټي لارې بدلېږي او خوست به يو اقتصادي زون وي‟.

ځينې شمېرې ښيي، چې خوست دا مهال له نورې نړۍ پرته يوازې په متحده عربي اماراتو کې تر سل زره ډېر مسافرين شته او هيله يې دا ده، چې نېغ په نېغه له هغه هېواده خپل ولايت ته الوتنې ولري.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика