افغانستان مقدونیا د افغانانو سره په تبعیض تورنه کړه

افغانستان مقدونیا د افغانانو سره په تبعیض تورنه کړه

د افغانستان حکومت وایي د مقدونیا او یونان ترمنځ په پوله د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې چلند تبعیضي عمل دی.

ښاغلي جرات وایي افغان حکومت د مقدونیا او یونان ترمنځ په پوله کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سرحد بندول یو توکمیز عمل ګڼي او د صربستان او مقدونیا څخه غواړي چې د هغو نړویوالو کنوانسیونونو له مخې عمل وکړي چې دوی ورته متعهد دي.

د کډوالو او راستنیدونکو وزارت ویاند اسلام الدین جرآت وایي چې په یونان کې په دوو ځایونو کې په زرګونو افغانان مقدونیا ته د تیریدلو انتظار باسي.

١٢٥ تنه افغان پناه غوښتونکي چې د افغان مقاماتو په وینا د ١٣ کورنیو غړي دي په خپله خوښه د چارشنبې په ورځ په الوتکه کې له جرمني څخه کابل ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو وزارت ویاند اسلام الدین جرآت په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې شاوخوا یو زر نورو افغان کورنیو هم په جرمني کې د افغانستان سفارت ته وړاندیز کړی چې بیرته په خپله خوښه افغانستان ته ستنیړي.

په کابل کې د جرمني د سفارت په وینا دغه پناه غوښتونکي په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي. دا د هغو پروازونو د لړۍ لومړنی پروتز دی چې د کابل، برلین او د گډوالو د نړیوال سازمان ترمنځ د موافقې له مخې هم آهنگ شوي دي.

هغه افغانان چې د تاوتریخوالي او فقر له وجې له هیواد څخه تښتیدلي دي د هغو څه دپاسه یو میلیون مهاجرو عمده برخه ده چې تیر کال یې اروپا ته پنا وړې ده.

Читайте также  ښایسته واعظ د نړۍ چارپیره په تاریخي سفر کې افغانستان ته ورسیده

د رویترز اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو د کابل په هوايي ډگر کې په دې شعار سره چې "ښه راغلی – افغانستان تاسې ته اړتیا لري" دغو راستانه شویو افغانانو ته هرکلی ووایه.

د جرمني سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "د جرمني په لور په سختې لار او د انساني قاقبرانو په منگلگ کې له ښکیلتیا وروسته هغوی په دې پوه شول چې راتلونکې په افغانستان کې ده او همداشان دا چې پلرنی هیواد یې دوی ته اړتیا لري."

په لسگونو زرو افغان مهاجرو ځانونه جرمني ته رسولي دي، خو د جرمني حکومت په دې وروستیو میاشتو کې په پراخه توگه د رسنیو له لارې پناه غوښتونکو ته د انسانانو د قاچاق د خطرونو او په اروپا کې محدودو فرصتونو د درلودلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې افغان پناه غوښتونکي د سوري مهاجرو وروسته په دوهمه درجه کې د څه دپاسه سلو زرو مهاجرو ٢٧ فیصده دي چې د جنورۍ په میاشت کې د مدیترانې بحیري له خطره ډکې سمندري لارې څخه اروپا ته تللي دي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика