عربستان د لومړي ځل لپاره ښځینه پیلوټانې روزي

عربستان د لومړي ځل لپاره ښځینه پیلوټانې روزي

په سعودي کې د هوايي چلند یوې اکاډمئ خپلې دروازې د لمړي ځل لپاره د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیستلې.

“دلال یشار” چې تازه یې د تجارتي پیلوټی زده کړې لپاره نوم لیکنه وکړه، د نوم لیکنې هغه مرکز مخکې ولاړه ده چې راتلونکي کې به د شاه فهد نړیوال هوايي ډګر لپاره تجارتي پیلوټان وروزي.

د آکسفورډ هوايي چلند اکاډمي چې د پیلوټانو په روزنه کې ډېر نوم لري، تر دې مهاله یې د دمام په ښار کې د سپټمبر په میاشت کې د پېلېدونکي روزنیز پروګرام لپاره د سلګونو نجونو درخواستونه تر لاسه کړي.

“دلال یشار” ددغې اکاډمې په اړه داسې وایي” مخکې به خلک د هوايي چلند د زده کړې لپاره بهرنيو هیوادونو ته تلل، د ښځو لپاره به دغه کار د سړیو په پرتله ډېر جنجالي وو.”

هغې زیاته کړه “مونږ نور په یو داسې وخت کې نه اوسیږو چې ښځې یواځې په یو څو برخو کې د کار کولو اجازه ولري. اوس د مونږ لپاره ټولې لارې خلاصې دي. که د څه کولو اراده لرئ نو کولی یې شئ.”

دغه اکاډمي د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د هغې پروژې یوه برخه ده چې د هوایي چلند د یوې اکاډمۍ د جوړولو ترڅنګ به په هوایي ډګر کې د نړیوالو پروازونو د سمبالولو د یو مرکز جوړول هم شامل وي.

د هوایي چلند د اکاډمۍ په مخکې یوه محصله

زده کوونکو ته به د درې کلونو لپاره، اکاډمیکه او عملي روزنه ورکړل شي.

په سعودي کې د ښځو په موټر چلولولس کلن بندیز چې نورې نړۍ ورته په دغه هیواد کې د ښخو په وړاندې د تاوریخوالي او اسارت د سمبول په سترګه کتل، اوس د ځوان خلیفه محمد بن سلمان لخوا له منځه یوړل شو. دا او دې ته ورته نورو دغسې ریفورمونو د سعودي په اقتصادي حالت کې ډېر تغیر راووست او د دې هیواد تړلې دروازې یې د نورې نړې پر مخ پرانیستلې.

Читайте также  طالبان د کابل په نظامي روغتون کې تداوي کېږي

د سعودي عربستان غربي متحدینو د دغه بندیز له لرې کولو هرکلی کړئ او دا یې په سعودي کې د پرمختګ یوه ښه نمونه بللې خو له بلې خوا هغه کسان چې د دغه بدلون څخه ناراضي دي، د حکومت لخوا ځپل کیږي.

اړوند

  • د سعودي په ټاکنو کې ۱۹ښځو څوکۍ وګټلې

  • سعودي عربستان نجونو ته د سپورت اجازه ورکړه

  • سعودي اول ځل یوې ښځې ته لوړ دولتي مقام ورکړ

  • عربستان په لومړي ځل ښځې څارنوالانې استخداموي

  • د ښځو خوښه چې حجاب کوي او سر پټوي کنه – د سعودي ولیعهد

  • سعودي د ښځو د حقونو فعالان نیولې

  • سعودي جنسي زوروونکي پنځه کاله بندي کوي

  • د فیشن په مشهورې مجله کې د سعودي شهزادگۍ حیفا عکس

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика