بامیان کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ادعاوي پلټل کیږي

بامیان کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ادعاوي پلټل کیږي

Afghan Journalists

د بشري حقونو څار ډله وايي بامیان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال له نهو خبریالانو سره زورزیاتی وشو.

ارګ د سیمیزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته امر کړی چې بامیانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي سفر په مهال له خبریالانو سره د زورزیاتیو ادعاوې وپلټي.

د ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي "جمهوري ریاست د خبریالانو د اتحادیو د اندېښنو په ځواب کې، د بیان آزادۍ او رسنیو آزادۍ اصل څخه د ملاتړ تر څنګ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دستور ورکړی چې موضوع روښانه او څرنګوالی یې وارزوي".

په همدې لړ کې په کابل کې د بشري حقونو د څار ډلې شننونکي احمد شجاع امریکا غږ اشنا ته وویل "د ولسمشر غني د سفر پر مهال او یوه ورځ مخکې نهه خبریالان وهل شوي او یا نیول شوي دي. دا کار موږ غندو، د خبریالانو په وړاندې یې زورزیاتی ګڼو، عاملین یې باید ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي".

د ښاغلي شجاع په خبره په دغې ډلې کې د آزادۍ، المان غږ، کلید، سلام وطنداره او نسرین راډیوګانو، د تمدن او ایني تلویزونونو، د جمهور نیوز ویپاڼې او نګاه جوان مجلې خبریالان شامل دي.

په بامیانو کې د امریکا غږ اشنا سیمه ییز خبریال ظفر بامیانی وايي "د ولسمشر تر سفر مخکې په یوې مظاهرې کې یو خبریال چې د مظاهره چیانو په منځ کې و، وهل شوی او دویم خبریال بیا د ولسمشر د سفر پر مهال وهل شوی دی".

همدغه راز راپورونه وايي چې په همدې وخت کې د ولسمشر پر ضد ځینې مظاهره کوونکي هم نیول شوي او وهل شوي دي.

Читайте также  ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

په دې اړه په افغانستان کې د خبریالانو ځینو ټولنو هم اندېښنه ښودلې ده، ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د بامیان ولایت د هوايي ډګر د پرانیستلو لپاره تللی و.

سیاسي ناندرۍ

ګڼ شمیر هزاره توکمي مدني فعالان پر ارګ کلکې نیوکې کوي چې د ترکمنستان د بریښنا پروژه یې د بامیانو پر ځاې د سالنګ پر لار منظوره کړې ده. که څه هم افغان حکومت بامیان ولایت ته د ۳۰۰ میګاواټ بریښنا د لیږدولو پر چارو هوکړه کړې خو هزاره فعالین لاهم ټینګار کوي چې د ترکمنستان د بريښنا مزې باید پر بامیانو وغځول شي.

په همدې ترڅ کې د جنبش روشنايي ځینو د غړو په وار وار ګواښونه کړي، چې د هیواد دننه او بهر د ولسمشر په غونډو کې اعتراضونه کوي.

د دغه غورځنګ ځینو مشرانو په بربنډه خبرداری ورکړی چې "پر ولسمشر غني به د بروکسل سفر په زهرو بدل کړو".

د بروکسل سفر د همدغه کال د اکتوبر په ۲۰ نیټه کیږي، چې افغانستان او اروپايي ټولنه یې کوربانه دي. په غونډې کې شاوخوا ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي او له افغانستان سره به پر خپلو مرستو او همکاریو د تاکید سربېره د سولې د راوستلو لپاره هم خپل هوډ څرګند کړي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика