د تروریزم د تورنه بري شوي ډاکتر ویلي دي چې ده باندې ستم شوی دی

د تروریزم د تورنه بري شوي ډاکتر ویلي دي چې ده باندې ستم شوی دی

یو هندی ډاکتر وروسته له هغه چې په بریتانیا کې د یوه ناکام موټر بمب تورونه نه بري شو د استرالیا نه خپل پلارنۍ هیواد ته را ستون شو.

محمد حنیف وايي دی پوهیږي چې ولې په اوله کې دې په استرالیا کې نیول شوی ؤ، خو دده د بند موده د
ډیرې مودې لپاره اوږده شوه.

محمد حنیف د خپل روانیدلو نه مخکې د استرالیا د تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل دا چې دی د تروریزم د تورونو نه بري وگڼل شو خوشاله دی.

ده د تروریزم سره د هر ډول اړیکې د لرلو نه انکار وکړ. د مرکچي سره په خبرو کې چې ایا د تروریزم سره کوم وخت څه اړیکې لرلي دي دغه ٢٧ کلن هندی ډاکتر وویل چې دا د ده په طبیعت کې نه دی چې د تروریزم ملاتړ وکړي او یا دا چې په داسې فعالیتونو کې ککړ وي.

ده وویل دی پوهیږي چې ولې ورنه تحقیقات وشول ـ دده د تره ځوی په سکاتلند کې د گلاسگو په هوايي ډگر کې د جون د دیرشمې نېټې په ناکامه حمله کې تورن دی او د حنیف د موبایل ټلفون سیم کارډ ددغې قضیې د څیړلو په وخت کې په بریتانیا کې موندل شوی دی.

مگر حنیف په دې خواشینۍ دی چې که څه هم دده قضیه ضعیفه وه خو بیا هم د څلورو هفتو لپاره په بند کې ساتل شوی ؤ.

ده ته اجازه ورکړ شو چې څو ورځې مخکې له استرالیا نه بیرته خپل هیواد کې د بنگلور ښار ته ستون شي.

Читайте также  په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

ده د رارسیدلو په وخت کې خپلو خپلوانو ته وویل چې استرالیايي چارواکو ورباندې ستم کړی دی.

حنیف وايي: "دا زما لپاره ډیرې هیجاني شیبې دي چې د خپلو خپلوانو سره په خپل کور کې یم. په ما باندې د استرالیايي مقاماتو لخوا ستمونه شوي دي."

حنیف باندې د یوه ترورستي سازمان سره د حمایې تورونه په دې سبب لگیدلي وو چې ده د خپل موبایل ټلفون سیم کارډ په بریتانیا کې یو خپلوان ته ورکړی ؤ. استرالیایي تحقیقات کوونکی ادعا لري چې دده د ټلفون سیم کارډ په هغه جیپ موټر کې موندل شوی دی چې د گلاسگو د هوايي میدان په حمله کې په کاروړل شوی دی.

په حقیقت کې دا سیم کارډ څو سوه کیلومتره لرې د لیورپول په انگلیسي ښار کې و موندل شو ؤ. په هندي ٢٧ کلن ډاکتر باندې ترورستي تور تیره جمعه د استرالیا د لوی څارنوال لخوا هغه وخت فسخ شو چې ده د حنیف قضیې باندې د غور نه وروسته وویل چې د ده په تورنولو کې اشتباه شوې ده.

د حنیف د کار ویزه هغه وخت فسخ شوه کله چې دی رسماً د تروریزم سره په لاس لرلو تورن شو. دی وايي چې که چیرې دده د کار ویزه بیرته اعاده شي نو یوه ورځ به بیرته استرالیا ته لاړ شي. خو داسې ښکاري چې په اوس وخت کې دا کار ممکن نه وي.

د استرالیا د مهاجرت وزیر کیون اندریوز په خپل دریز ولاړ دی. دی وايي چې د استرالیا نه د حنیف ډیر ژر تگ دده شکونه لا ډیر کړي دي.

Читайте также  پوست: کرزی ولي د امریکا څخه په تنګ سوی دی

اندریوز وایي: د ډاکتر حنیف په مرکه کې ما داسې ټکی پیدا نه کړ چې هغه شک لرې کړي چې زه یې ورباندې لرم. د مخالفو گوندونو سیاستمداران د اندریوز د استعفی غوښتونکي دي او د استرالیا د حکومت نه غواړي چې د حنیف سره په چال چلند تحقیق وکړي.

مگر اندریوز وايي چې ده خپل تصمیم د هغو پټو معلوماتو په بنا نیولی ؤ چې شاید وروسته خلکو ته وویل شي.

او د استرالیا صدراعظم جان هوارډ د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت به د ډاکتر حنیف نه معذرت ونه غواړي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика