په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سترجنرال جان الن نن د جمعې په ورځ په افغانستان کې د هوايي بمبارۍ په لړ کې د ملکي افغانانو د وژلو کېدو په خاطر بخښنه وغوښته.
دا لومړی تایید دی چې د پېښې په تړاو د ناټو له خوا کېږي او وايي چې په پېښه کې ملکي افغانان وژل شوي دي. د سمندري قواوو ستر جنرال جان الن په خپله د لوګر ولایت ته ولاړی او د کلیوالو څخه یې د چارشنبې د ورځې د برید په خاطر چې په کښي ښځې ، ماشومان او سپین ږیري ووژل شول بخښنه وغوښته. ناټو په دغو عملیاتو کې د طالبانو په یوه قوماندان پسې وه.
افغان چارواکي وايي چې د ناټو په دې بمبارۍ کې ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.
جان الن وویل چې هغه په دې پوهېږي چې هیڅ ډول بخښنه به هغه وژل شوي کسان بیرته راستانه نکړي چې په دې غمګینې پېښې کې یې ځانونه له لاسه ورکړي دي خو دا چي کلیوال دي په دې پوه شي چې ناټو د پېښې له امله بخښنه غواړي او د قربانیانو د کورنیو سره به سم چلند وشي.
جنرال جان الن دغې خبرې د لوګر ولایت د پل علم په ولسوالۍ کې په یوه نظامي مرکز کې په لسګونو راغونډ شویو کلیوالو ته وکړې.
اړوند
د لوګر ولایت هوایي برید امریکا د افغانانو د مشورې پرته کړیدی، کرزی
Авиаперевозчик flydubai будет летать в Узбекистан, отмечает интерактивное издание aviav.ru. Авиакомпания, базирующаяся в воздушной гавани…
Совершил последний пассажирский регулярный авиарейс 3-моторный самолет узкофюзеляжного типа Boeing-727, отмечает интерактивное издание aviav.ru. Эра…
{:ru} С 2013 года деловая авиация в Афганистане вступила на новую ступень своего развития. Именно…
{:ru} КомпанияAVIAV TM (CofranceSARL) предлагаеттюнинг самолетов и вертолетов в Афганистане. Сегодня еще не все слышали…
{:ru} Медицинские авиаперевозки в Афганистане – актуальная услуга, которую легко заказать в нужный момент на сайте…
{:ru} Интересует авиаперевозка грузов в Афганистане? Авиаброкер AVIAV TM (CofranceSARL) организует «под ключ» перелет любой…