امریکا د سوریې شمال ته خاص ځواکونه استوي

امریکا د سوریې شمال ته خاص ځواکونه استوي

د اوباما د ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې د دغو خاصو ځواکونو شمیر به تر ۵۰ کم وي.

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکايي عسکرو یوه کوچنۍ ډله سوریې ته ځي چې د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو سره «مرسته» وکړي او «مشوره» ورکړي.

لومړي رپوټونه وايي چې د خاصو عملیاتو لپاره د دغو عسکرو هدف دا دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مات کړي.

د اوباما د ادارې یو لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما د سوریې شمال ته د امریکايي خاصو ځواکونو، چې شمیر به یې تر ۵۰ کم وي، د استولو منظورې کړې ده.

دغه قوه به په سیمې کې د محلي قواوو او د داعش خلاف د ایتلاف تر منځ چارې همآهنګه کړي.

دا لومړی ځل دی چې د یو برید یا خاص ماموریت نه علاوه امریکا سوریې ته په رسمي توګه ځمکني ځواکونه استوي.

خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې ویل شوي دي چې د عراقي مشرانو سره د سلا مشورې خبره هم کړې ده چې هدف یې دا دی چې خاصو عملیاتو لپاره قوه برابره شي.

ویل کیږي چې د دغه قوې د جوړولو سره به هغه هڅې غښتلې شي چې هدف یې د داعش د مشرانو او شبکو ماتول دي.

د نوي پلان له مخې، ولسمشر د ترکیې د اینجرلیک هوايي آډې ته د لا ډیرو جنګي الوتکو د استولو منظوري هم ورکړې ده

د اوباما د ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې سپینه ماڼۍ غواړي چې د داعش خلاف مبارزه غښتلې او چټکه کړي.

Читайте также  د بامیان هوايي ډګر اته امنیتي منسوبین نظارت لاندې نیول شوي

د داعش د ډلې غړي په بې رحمۍ شهرت لري. د دغې ډلې په اعمالو کې د خلګو د سرونو د غوڅولو او د هغه مسلمانانو خلاف چې د داعش سره د نظریاتو اختلاف لري ظالمانه چلند هم شامل دی.

په عین وخت کې د سوریې د بحران د حلولو لپاره سیاسي هلې ځلې هم روانې دي.

په دغه لړ کې د جمعې په ورځ په ویانا کې د ۱۳ هیوادونو غونډه وشوه. په غونډه کې ایران او روسیې هم برخه اخیستې وه چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړکوونکي هیوادونه دي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика