ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

د ملاعمر په څیر د ملامنصور هیڅ عکس له رسنیو سره نشته

طالبانو د پنجشنبې په مازدیګر په یوه رسمي بیان کې د ملامحمد عمر مړینه تایید کړه خو د هغه د ځاې ناستي نوم یې ندی اخیستی.

د طالبانو دوو قوماندانانو بیا رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د چهارشنبې په ماښام د پاکستان د کویټې په ښار کې د طالب مشرانو شورا پریکړه وکړه چې ملا اختر محمد منصور به د دوې نوی مشر وي.

ملامنصور د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې ګڼل کیږي. دی د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست وو او څو موده یې د کندهار د والي په توګه هم دنده ترسره کړه.

د طالبانو د چارو شننونکی، وحید مژده وايي ملامنصور شاوخوا ۵۵ کاله وړاندې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې وزیږدید. ده د نورو طالب مشرانو په څیر لنډې دیني زده کړې کړي او ډیر عمر یې په وسله والو نښتود (جهاد) کې تیر کړی.

مایکل سمپل، د بلفاست د کوین پوهنتون کې د جګړو د بدلون او ټولنیز عدالت د انستیتیوت څیړونکی او د طالبان د چارو کارپوه وايي په اصل کې ملامنصور له ډیرې مودې راهیسي د طالبانو د مشر په توګه چارې ترسره کوي.

په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ملاعبدالغني برادر تر نیول کیدو وړاندې، ملامنصور د طالبانو د مشرتابه په پوړ کې پنځم او آن شپږم کس بلل کیده.

ملابرادر د ملاعمر د مرستیال په توګه کار کاوه او د هغه له بندي کیدلو وروسته ملامنصور او ملا عبدالقیوم ذاکر د هغه د ځاې نیولو ته سترګې سرې کړې خو د طالبانو په وروستیو اعلامیو کې ملامنصور ته د "نائب امیر" لقب ورکول کیده.

Читайте также  کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

قومي انډول

ملا منصور په قوم اسحق زی، درانی دی. ملاعمر هوتک، غلجی وو.

طالب سرچینو ویلي چې سراج الدین حقاني د ملامنصور د مرستیال او ملا محمد یعقوب یې د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.

د مایکل سمپل په اند د ملامنصور د مرستیالانو ټاکنه الزاماْ د دې لپاره نده شوې چې یو د جلال الدین حقاني او بل د ملاعمر زوی دی.

ده وویل د غلجي ملایعقوب او د ځدراڼ حقاني ټاکنه په اصل کې د طالبانو د مشرتابه جوړښت ته اړین قومي انډول ورکوي.

د سولې خبرې

د ملا منصور نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شته خو د امریکا د ترهګرو په لیست کې نشته. د ملاعمر نوم نه یوازې د امریکا په تور لیست کې وه بلکه د هغه پر سر ۱۰ میلیونه ډالره انعام هم وو.

ویل کیږي ملامنصور د نورو طالب مشرانو په پرتله د سولې د خبرو په وړاندې نرم دريځ لري.

د ځینو په باور د امریکا په تور لیست کې د ملامنصور نوم نشتوالی ښايي له افغان حکومت سره د طالبانو په سیاسي جوړجاړي کې مرسته وکړي.

د ملاعمر د مړینې د خبر له خپریدو سره سملاسي د سولې خبرې په ټپه ودریدې. داسي ښکاري چې طالبان لمړی غواړي چې خپل نوي مشران معرفي کړي او بیا د سولې خبرو لپاره خپل استازي وټاکي.

د طالبانو پایله؟

د ځينو رسنیو په حواله په ۲۰۱۰ کال کې ملامنصور هم د لنډې مودې لپاره د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو خو ډیر ژر بیرته خوشې شو.

Читайте также  د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د نړیوال قهر او اندیښنو سبب شو

د پوځي چارو کارپوه، جاوید کوهستاني وايي چې ملامنصور د پاکستان د استخباراتي سازمان (آې اس آې) سره نږدې اړيکې لري. ده آن پر ملامنصور د مخدره توکو د قاچاق کولو تور هم ولګاوه.

خو مایکل سمپل بیا دا ډول استدلال سطحي بولي. دی وايي طالبان د افغانستان د ټولنې برخه دي او د دوې پریکړې د افغانانو په لاس کیږي. ده وویل "د ملاعمر مړینه به د طالبانو پایله نه وي. طالبان افغانان دي او لدې حقیقت نه سترګې نشي پټېداې".

که څه هم یو شمیر طالبانو لا له وړاندې د اسلامي دولت ډلې مشر، ابوبکر البغدادي ته بیعت کړی خو مایکل سمپل وايي البغدادي په افغانانو کې قومي او دودیزې ریښې نلري او ځکه خو به ونشي کړاې چې له ملاعمر وروسته ټول طالبان ځانته کړي.

اړوند

  • د ملاعمر مړینه، ځاې ناستی او د سولې خبرې

  • سپینه ماڼۍ: د ملاعمر د مړینې خبر موثق دی

  • جلالي:‌ د سولې د خبرو ادامه د پاکستان په تعهداتو اړه لري

  • طالبانو د ملاعمر مړینه تایید کړه

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика