د ورکې شوې مالیزیایۍ الوتکې لټون لا هم روان دی

د ورکې شوې مالیزیایۍ الوتکې لټون لا هم روان دی

الوتکه ایربس ٣٢٠، له اندونیزیا الوتي وه، په دوه ساعته کې باید سنگاپور ته رسیدلی وای، خو تر اوسه یې هیڅ درک نشته.

BANGKOK— Indonesian authorities confirm that an Australian search plane has sighted debris in the water off Borneo, some 1,100 kilometers from the last known position of Air Asia flight 8501. But there is no confirmation the material is related to the missing airliner, which was carrying 162 people.

په اندونیزیا کې چارواکې ومنله چې د اسټرالیا یوې پلټوونکې الوتکې د بورنو د اوبو په تل کې ځېنې پاتې شونې لیدلي دي، خو چارواکي دا ویلی نه شي چې دا به رښتیا هم د ورکې شوې الوتکې پاتې شونې وې که څنګه؟

دغه پاتې شونې د هغې سیمې په شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومیترۍ کې لیدل شوې چې، ورکه شوې الوتکه په کې په وروستي ځل لیدل شوې وه.

په ورکې شوې الوتکې کې ۱۶۲ تنه سپاره وو چې د یکشنبې په شپه له لږ سفر وروسته ورکه او له رادار سره یې تماس پرې شو. په الوتکې کې ۱۵۵ مساپر او اووه د الوتکې عملیه سپاره وو.

د مالیزیا د ایر ایشیا د خصوصي شرکت الوتکه ایربس ٣٢٠، له اندونیزیا الوتي وه، په دوه ساعته کې باید سنگاپور ته رسیدلی وای، خو تر اوسه یې هیڅ درک نشته.

چارواکې وایي د الوتکې پیلوټ ښه تجربه کار و، ۴٠ دقیقې وروسته یې د هوا د خرابوالي پیغام ورکړی و، چارواکې وایي الوتکې ۴٢ څلویښت دقیقې پرواز کړی و چې له کنترول ټاور سره اړیکې پرې شوې. الوتکه د اندونیزیا له سورابیا ښار څخه د سنگاپور په لور الوتې وه.

Читайте также  د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د سختو بارانونو اټکل کړی

د اندونیزیا د هوايي چلند چارواکې وایي د ژغورنې او لټون لومړنۍ هڅې یې په جاوا سمندرگي کې پیل کړې دي.

د اندونیزیا د هوايي چلند یو چارواکی اگناشیس جونان وايي پلټنې به لېرو سیمو ته هم وغزوي" په تانجونگ پانډان او بالیتونگ ټاپوگانو کې مو لټون پیل کړی دی. لومړنۍ هڅې په شا او خوا نژدې سیمو کې کوو او که اړتیا وه همداسي به یې لیري سیمو ته وغزوو. "

د اندونیزیا په هوایي ډگر کې، د سپرلیو خپل خپلوان پریشانه گرځي.

هوایي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ایربس ډوله الوتکه اې ٣٢٠ ، ٢٠٠ کې ټولې سپرلۍ او عمله ١٦٢ کسان وو.

د بهر میشتو کوریایانو او نمایندگیو سفیر لي جیونگ گوان وايي که اړتیا پېدا شوه د لټون په چارو کې به مرستې وکړي"موږ وضعیت تعقیبوو، او په دې فکر کوو چې موږ څه کولای شو، د بیړنو مرستو ډله ولیږو. او موږ هڅه کوو چې د کوریایي سپرلیو دقیق مالومات ترلاسه کړو، له کورنیو سره یې اړیکه ونیسو او مرسته ورسره وکړو. "

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشپ وویل چې الوتکه کې استرالیایایي سپرلۍ نشته، خو دوی د اندونیزیا او سنگاپور حکومتونو ته د هر ډول مرستې وړاندېز کړی دی.

ایر اشیا یو ارزان بیه سیمه ییز هوایي شرکت دی چې په ٢٠٠١ کال کې یو مالیزیایي سرمایه دار ټوني فرنینډس جوړ کړی و او د جنوب ختیځې اسیا په ډېرو هېوادونو کې فعالیت کوي.

د شرکت په اعلامیه کې راغلي دي چې الوتکې په خپل ټاکل شوي مسیر پرواز کاوه چې یوناڅاپه یې اړیکې پرې شوي.

Читайте также  د امریکا د تکزاس بریدګر څوک و

په سپرلیو کې درې د جنوبي کوریا، یو سنګاپوری، یو مالیزیايي، یو فرانسوی او پاتې نور ټول یې اندونیزیایان دي.

د یادولو وړ ده چې سږ کال دا درېیمه الوتکه ده چې ورک کیږي او په یو نه یو ډول د مالیزیا سره اړېکي لري.

د لومړنۍ ورکې شوې الوتکې چې لسګونه کسان په کې سپاره وو، هیڅ څرک ونه لگید. دویمه په اوکراین کې راوغورځول شوه او، دا یې درېیمه ده .

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика