کندهار کې د تفاهم شورا غونډه د بلخ والي له ګډون پرته جوړه شوه

کندهار کې د تفاهم شورا غونډه د بلخ والي له ګډون پرته جوړه شوه

د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی که راتلونکې ټاکنې په شفافه او عادلانه توګه ترسره نشي، نو افغانستان به له سخت بحران سره مخ شي.

په کندهار کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو لویه غونډه، چې د عینو مینې په پارک کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې جوړه شوې وه، د پنځه ماده‌ییزه پریکړه لیک په صادرولو پای ته ورسیده.

په دې غونډه کې د تمې په خلاف د بلخ والي عطا محمد نور ګډون ونکړ.

تیره ورځ د دې غونډې تنظیمونکو ګواښ کړی وو، که چیرې ښاغلی نور دې غونډې ته ورنشي نو د ناوړو عواقبو مسولیت به د افغان حکومت په غاړه وي.

دا چې د بلخ والي ولې په دې غونده کې ګډون ونکړ، تر اوسه په څرګنده څه نه دي ویل شوي، خو ښاغلي نور د پنجشنبې په ماښام له مزارشریف څخه د کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د سفر د فسخ کیدو پر مهال پر افغان حکومت تور لګولی وو، چې کندهار ته یې د هغه د سفر مخه نیولې.

خو د افغانستان جمهوري ریاست کې یو چارواکي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې که کوم سیاستوال کندهار ته ځي مخه یې خلاصه ده.

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې هم په یوې اعلامیې کې د کام ایر پر هوايي شرکت تور لګولی چې دغه شرکت ته د جمعې په ورځ له مزارشریف څخه کندهار ته د الوتنې د جواز سره سره کام ایر شرکت دغه ښار ته له الوتنې ډډه کړې.

د غونډې پایلې

په کندهار کې د تفاهم شورا غړو له دولت څخه وغوښتل، چې د راتلونکو شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره لار هواره کړې کنه د دوی په وینا، افغانستان به له سخت بحران سره مخ شي.

Читайте также  ایران د بوینګ او ایربس څخه ۲۰۰ الوتکې رانیسي

دوی زیاته کړه چې د ملي وحدت د حکومت د مودې د پوره کیدو ملاتړ کوي او د نظام د تخریب په نیت په کندهار کې ندي سره را ټول شوي.

په کندهار کې د تفاهم شورا ناستې په بیلا بیلو برخو کې د ملي یوالي حکومت ته خپل وړاندیزونه په یوه پریکړه لیک کې اعلان کړه.

د افغانستان د پارلمان د ۷۷ غړو په ګډون د بیلا بیلو سیاسي جریانونو مسئولینو نن په کندهار کې د بلخ د والي عطامحمد نور له ګډون پرته غونډه وکړه.

د کندهار د عینو مېني په پارک کې د لس زره ګډون والو په حضور دغه ناسته غرمه ۱۲ بجې پيل شوه او د ماپښين تر ۲ نیمو بجو پوري يې دوام وکړ.

د افغانستان د ملي محور په نوم د سیاسي جریان مشر او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل وويل چې افغان دولت له حقیقت څخه لرې د کندهار له غونډې څخه اندېښنه لرل او د دې غونډې د مخ نیوي پوره هڅه يې وکړه.

د غونډې ویناوالو وويل چې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات د نه موجودیت له کبله اندېښنه لري او غواړي خپلي مشورې له حکومت سره شریکې کړې.

نوموړي تور پوري کړ چې په حکومت کې دننه ځيني خاصې کړۍ د پاکستان او ځینو نورو استخباراتي شبکو سره اړیکي پالي او نه غواړي چې خلک سره نږدې شي.

ده وويل "د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو پر مهال د ملي امنیت د ادارې له ولسمشر او ملي امنیت شورا سره داسي معلومات شریک کړه چې له مخې يې د پاکستان استخبارات غواړي د افغان سیاسیونو او ولسونو ترمنځ د قومونو په نوم جګړه پيل کړې خو د ملي وحدت د حکومت مدیریت دا یوه پروژه يي هڅه وبلل خو اوس عملآ هیواد پدې کې راګير دی او دولسونو ترمنځ اړیکي کم رنګه شوي چې د کندهار غونډه د یوالي یوه ښه هڅه ده".

Читайте также  بامیان کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ادعاوي پلټل کیږي

د افغانسان د نوي ملي جبهې مشر انورالحق احدي وويل چې د صعیف دولت له کبله افغانستان له بحران سره مخ دی.

ده زیاته کړه چې عدلي او قضايي ادارې خپلواکي ندي او پر ولس مشر غني يې تور پوري کړ چې دا هر څه يې د سیاسي موخو د رسیدو لپاره په خپل انحصار کې اخیستي.

د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر وايي چې له ولسمشر غني څخه يې د انتخاباتي مبارزو د مهال ملګري ډول اوس له ملګرتیا څخه لاس پر سر شوي.

ده زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار په ګډون د خندق کیندلو په غبرګون کې چپه خوله پاته شوی.

د تفاهم شورا غړو (د کندهار د لويې غونډي د افغان ولسونو د پریکړه لیک ) تر عنوان لاندي په یوه ۵ ماده ییزه پریکړه لیک کې د رېښتنې یوالي، رېښتنې سولي او د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو په اړه خپلي غوښتنې له حکومت سره شریکي کړې.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика