غني د کرزي هوایي ډگر رئیس او نور چارواکي منفک کړل

غني د کرزي هوایي ډگر رئیس او نور چارواکي منفک کړل

جمهور رئیس غني د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډگر د کمیسیون د ارزونې د اوریدو پر مهال

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډگر رئیس او د سرحدي قواو قوماندان په چارو کې د بې پروایی له امله له دندو لېرې کړل.

ددغو مقاماتو گوښه کول د کابل د هوایي ډگر د چارو د هر اړخیزې ارزونې لپاره د موظف شوي کمیسیون د کاري رپوټ په نتیجه کې وشول.

د ارگ یوه اعلامیه وایي، د هوایي ډگر د څېړنې د کمیسیون رئیس سردار محمد روشن نن سهار د هوایي ډگر د ترمینل په سالون کې په داسې حال کې خپل رپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړ چې ښاغلی غني د شانګهایپه سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته روان و.

ښاغلي روشن وویل چې د هوايي ډګر وضعیت او ټولې زیانمنونکي برخې یې څېړلي او لازم وړاندیزونه یې برابر کړي دي.

ښاغلي روشن څرګنده کړه، په امنیتي برخه کې د څو امنیتي ارګانونو شتون وظیفوي تداخل رامنځته کړی او همدارنګه په میدان کې د څو دفترونو موجودیت قاچاق ته لار پرانېستې ده.

هغه له امنیتي پلوه د قراردادیانو د تیلو زېرمې او د درې شرکتونو له خوا د هغو د قراردادونو انحصار د اندېښنې وړ وباله.

جمهور رئیس د اړوند کمیسیون د راپور له اورېدو وروسته، د یاد کمیسیون له رئیس او غړو څخه په مننې وویل، د هوايي ډګر د منسوبینو له چلند، مدیریت او امنیت نه راضي نه دی.

جمهور رئیس غني د وظیفوي غفلت په خاطر د میدان رئیس او سرحدي قوماندان له دندو لرې کړل او لارښوونه یې وکړه چې د هوايي ډګر د ریاست بست دې اعلان ته ورکول شي او همدارنګه دې د کورنیو چارو وزارت د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ لپاره درې تنه په شرایطو برابر او مسلکي افراد پیشنهاد کړي چې له هغې جملې یو تن وګمارل شي.

Читайте также  ایران له بوئینګ ۸۰ نوې الوتکې پیري

هغه وویل د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر ټول هغه کارکوونکي چې له پنځه کالو یې ډېره دنده ترسره کړې وي، باید له استثنا پرته تبدیل شي او نوي کارمندان دې د آزادې او شفافې پروسې له لارې بایومیټریک، شتمنې یې ثبت او بیا وګومارل شي.

محمد اشرف غني وویل، په میدان کې د دفترونو شمېر زیات دی، مسوولیتونه روښانه نه دي او وظیفوي تفکیک موجود نه دی. هغه زیاته کړه، څرګند مقررات دې رامنځته او پر ټولو تطبیق شي او د هوايي ډګر د ریاست دندې دې په اصولي بڼه تعریف او تنظیم شي.

ښاغلي غني همداشان هدایت ورکړ چې د هوایي ډگر د ریاست بست اعلان کړای شي او د کورنیو چارو وزارت درې تنه مسلکي کسان د هوایي ډگر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ته ونوموي چې د هغوی څخه یو یې په دې دنده وگمارل شي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика