شاه رخ خان بیا په امریکا کې توقیف شو

شاه رخ خان بیا په امریکا کې توقیف شو

هند د امریکا د سرحداتو پر چارواکو باندي نیوکه کړې چې د هند د بالیووډ ستوری شاه روخ خان یې توقیف کړی دی. د شاهرخ خان څخه پرون د پنجشنبې په ورځ په وایټ پلیسنز هوايي ډګر کې چې د نیویارک په ایالت کې دی د دوو ساعتونو دپاره د مهاجرت د مسولینو له خوا تحقیات وشول. هغه پرون د پنجشنبې په ورځ د یل پوهنتون ته روان و چیري چې یې وینا درلوده.

دغه مشهور ستوری په خپلې شخصي الوتکې کې نیویارک ته راورسیدی او وروسته له هغه نه چې تحقیات یې خلاص شول آزاد کړل شو.

هندي چارواکي وايي چې د بهرنیو چارو وزیر اس ام کریشنا په واشنګټن کې د هند د سفیر نیروپاما راوو څخه غوښتلي دي چې دغه موضوع دي په جدی توګه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره مطرح کړي.

د یادونې وړ ده چې شاه روخان په ۲۰۰۹ کال کې هم د نیو جیرسي په ایالت کې د دوو ساعتونو دپاره توقیف شوی و.

د هند د باندنیو چارو د وزارت چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل چې د شاه روخان تکراري هدف ګرځول یو تصادفي کار نه دی او دغه ځل به عادي بخښنه کافي نه وي.

شاهرخ خان د یل په پوهنتون کې د وینا پر مهال پرون د پنجشنبې په ورځ خپل د دې تجربې په هکله ټوکه وکړه او وېویل چې هر وخت د ده سره دغه راز چلند کېږي او هر وخت چې هغه خپل د شهرت په خاطر مغروره شي نو د غرور د ماتولو دپاره امریکا ته سفر کوي. نوموړي وویل چې دلته د مهاجرت د چارو مسولین ستوري د شهرت نه غورځوي.

Читайте также  شپاړس نوماند وزیران ولسي جرګې ته وپیژندل شول

۴۶ کلن هندی ستوری د یل پوهنتون ته د یوې جایزې د لاسته راوړلو په خاطر راغوښتل شوی و . خان په نږدې ۸۰ هندي فلمونو کې کار کړی دی.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика