د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

د افغانستان بانک بالاخره د کابل بانک په لانجمنې او ځنډنۍ موضوع خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه او دغه بانک یې په دوو برخو وویشه، یوه هغه برخه چې د ښه بانک په نوم یې یاد کړی او بله هغه برخه چې د بد بانک په نوم یې نومولی دی، د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت نن د نوي کابل بانک جواز ددې بانک نوي رئیس ته چې د ماليي د وزارت د خزاینو رئیس هم دی ورکړ.

عبدالقدیر فطرت، د افغانستان بانک رئیس: ‪"‬دا د ښه کابل بانک جواز دی، کابل بانک چې سر له سبا به خپلو مشتریانو ته ښه خدمات وړاندې کړي زه ددې بانک جواز د ماليي وزارت د خزاینو رئیس جناب محمد اقا ته ورکوم او د کابل بانک د ملکیت مبارکي ورکوم.‪"‬

د افغانستان بانک رئیس عبدالقدیر فطرت وویل چې د نوي کابل بانک ملکیت به د ماليي وزارت سره د درېیو نه تر شپږو میاشتو پورې وي او بیا له هغې وروسته بېرته خصوصي شي.

هغه وویل چې نوي کابل بانک ته به ټولې نغدې، قرضې، د فاترونه ولېږدول شي او د یوه نورمال بانک په توګه به د قرضې د نه ورکړې پرته به خپل بانکي خدماتو ته دوام ورکړي خو د بد کابل بانک برخه چې د ونډه والو قرضې او نورې مشکوکې قرضې وې هغه به منحلوي.

د افغانستان بانک رئیس وویل چې د کابل بانک مشکوکې قرضه به ټولې وڅېړل شي او د قانون د نقض په صورت کې به له عدلي لارو چارو کار واخیستل شي او هر هغه څوک چې د کابل بانک په مشرۍ کې وو او په فساد ښکېل وپېژندل شي قانوني چلند به ورسره وشي.

Читайте также  ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

هغه وویل د کابل بانک سهمدارانو د بانکي قوانینو د سرغړونو په ترڅ کې د بانک په پیسو سوداګري هم کړې ده او د پامیر هوايي کرښې، ګاز ګروپ شرکت، کابل نفت، د ګلبهار سنټر او ګلبهار ټاورز د ودانیو په جوړولو کې هم ونډه درلوده چې د بانکدارۍ له دري څلوېښتمې مادې سره په مغایرت کې واقع ول.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика