امریکا افغانستان سره د سلو میلیونو ډالرو مرسته کړې

امریکا افغانستان سره د سلو میلیونو ډالرو مرسته کړې

افغانستان سره د امریکا د نوو مرستو تړون نن په ارګ کې لاسلیک شو.

د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې یو ایس آی ډي د جمهوررئیس بارک اوباما له خوا افغانستان سره د اصلاحاتو د بهیر او په خپل ځان د متکي کیدو په برخه کې د شوو اته سوو میلیونو ډالرو دریم قسط چې سل میلیونه ډالره دی نن د دغې مرستې د سپارلو سندونه افغان حکومت سره لاسلیک کړل.

ددغې مرستې هوکړه لیک نن په ارګ کې د افغانستان د مالیې وزیر اکیل حکیمي او افغانستان لپاره د امریکا د پرمختیايي ادارې یا USAID مشر ویلیم همینګ ترمنځ لاس لیک شو.
ټاکل شوې د وړیا مرستو دا پیسې به د افغانستان د بیا رغونې صندوق یا آی آر ټي ایف ته تر څو اونیو ولیږدول شي.

د افغانستان د مالیې وزیراود افغانستان لپاره د یو ایس آی ډي مشروویل چې دا پیسې په پنځه برخو کې د حکومت په دننه په ادارو کې د اصلاحاتو له راوستلو وروسته افغان حکومت ته سپارل کیږي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، چې د دغو پیسو دوهم قسط به د روان عیسوي کال ترپایه افغان حکومت ته وسپارل شي.

دا مرسته شوې پیسې د هغو ۸۰۰ میلیونو ډالرو له ډلې څخه دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د سپینې ماڼۍ څخه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لیدنې پروخت د امریکا متحدو ایالتونوجمهوررئیس بارک اوباما لخوا یې له افغانستان سره په حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستو په صورت کې، ژمنه شوې وه چې د څلورو کلنو په موده کې به هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میلونه ډالر ورکول کیږي.

Читайте также  روسیې د ترکیې غوښتي چې د اولوتکې د کښېنولو ځواب دي ورکړي

د افغانستان د مالیې وزیر اکیل حکیمي په نننۍ ناسته کې وویل چې دوی تیرکال په لسو مشخصو برخو کې کار کړی وو چې له امله امریکا افغان حکومت ۲۰۰ میلیونه ډالر وسپارل او دوی سږکال په دې توانیدلي چې په پنځه نورو برخو کې هم اصلاحات راولي.

د افغانستان د مالیې وزیر په وینا دا پروګرام خورا بریالی دی او د افغانستان حکومت به په دې وتوانیږي په هغو برخو کې چې لازم دي، اصلاحات راولي.

ښاغلی حکیمي وايي” دا یو بریالی پروګرام دی، له دې سره به د افغانستان حکومت په دې بریالی شي هغه اصلاحات چې په پام کې نیول شوي په بریالي توګه عملي کړي او له هر ځل اصلاح سره به یوه اندازه پیسې زموږ بودجې ته راځي او هغه برخې چې موږ ته مهمې دي پکې به ولګول شي”.

د ملکي هوايي چلند په برخه کې مدیریت، په بریښنايي توګه د ګمرکونو اړول،د تدارکاتو په قانون کې تعدیل راوستل،کورنیو عوایدو ته پاملرنه،د سولې او امنیت په برخه کې ښځو ته د پروګرامونو طرحه کول هغه برخې دي چې افغان حکومت په دې بریالی شوی چې پکې اصلاحات راولي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیايي‌ ادارې یا یو ایس آی ډي رئیس وویل چې د افغان حکومت ترلاسه کړي بریالیتوبونه به د بروکسل په راتلونکې ناسته کې د دغه هیواد لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وي.

په افغانستان کې د یو ایس آی ډي مسول وویل چې دوی به افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلی همینګ وویل " متحد ایالتونه د افغانستان په پرمختګ کې د متعهد ملګري په توګه ولاړ دی،موږ او نور نړیوال مرسته کوونکي به د بروکسل په ناسته کې لا نورې ژمنې هم وکړو".

Читайте также  افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

ټاکل شوې چې افغان حکومت د څلوروکلنو په موده کې په حکومتي‌ بنسټونو کې په ۴۰ برخو کې اصلاحات راولي.

د افغانستان حکومت وايي چې د بیارغونې له صندوق سره مرسته کیدونکې پیسې په اختیاري توګه په بنسټیزو برخو لکه اقتصادي،کرنې او دغه راز نورو سکتورونو کې به ولګول

امریکا متحده ایالاتو افغان حکومت سره دا مرستې په داسې حال کې کړي، چې د یوې خوا د پنجشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت دوه کلن کیږي او د بلې خوا د راروانې عیسوي میاشتې په لومړیو ورځو کې د بلجیم په مرکز پروسل کې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره یو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړیږي، چې افغان حکومت ترې د ۲۰۲۱ پورې له نړیوالې ټولنې خوا دغه هیواد سره د مرستو د ژمنو تمه لري.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика