د ایران اوسنۍ الوتکې له ۱۹۷۹ کال څخه مخکې اخیستل شوې او زړې دي
ایران د بوئینګ له شرکت سره د۱۶.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
ایراني چارواکي دا تړون د تهران د هوايي چلند په تاریخ کې یو لوی اقدام بولي او وايی چې په دې کار سره به زرګونه کسانو ته هم کاري زمینې برابرې شي.
د ایران خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د ترانسپورت د وزیر فرهاد پرورش له خولې لیکلي دي چې دا تړون نړیوالو ته ښکاره پیغام لري.
هغه وايي "ایران سوله او ثبات غواي او له هر چا سره د خپلې تګلارې په اساس مخ ته ځي. هیله مند یو چې په امریکا کې نوی حکومت هم دغه دغه تړون ژمن پاتې شي".
ښاغلي پرورش وویل چې د بوینګ لومړنۍ الوتکه به د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې ایران ته وسپارل شي، او د ایرنا د اژانس په خبره په راتلونکو نورو لسو کلونو کې به ۵۰ نورې الوتکې هم ایران ته وسپارل شي.
دا په ایران کې په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب راوروسته د ایران او امریکا ترمنځ تر ټولو لوی تړون بلل کیږي. خو د بوئینګ شرکت په دې اړه لا څه نه دي ویلی.
د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې واشنګټن بوئینګ او د هغه رقیب ایربس ته له ایران سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پېر او پلور اجازه ورکړه.
دا تړون له تهران سره د امریکا په ګډون د نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ له هستوي تړون وروسته کیږي. هستوي تړون ایران د یوریانمو له غني کولو راګرځوي او په بدل کې پر دغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه لېرې کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ترمپ او د هغه د ګوند ځینو غړو له ایران سره پر هستوي تړون کلک انتقادونه کړي دي. خو لا معلومه نه ده چې د امریکا نوی حکومت له دغه تړون سره څه کوي.
د ایران اوسنۍ ۲۵۰ الوتکې له ۱۹۷۹ کال څخه مخکې اخیستل شوي دي او سږ کال یوازې۱۶۲ الوتکو یې پروازونه کول او نور یې د تخنیکي ستونزو او د پرزو د کموالي او نشتوالي له کبله درول شوې دي.
دا مهال ایران د لندن په ګډون د نړۍ ۳۰ نړیوالو هوايي ډګرونو ته پروازونه لري.
اړوند
-
روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي
-
امریکا ایران ته د بندیانو د خوشې کیدو لپاره ۴ سوه ملیونه ډالر ورکړی
-
ایراني رسنۍ: ایران د هوايي بریدونو لپاره ډرون جوړ کړی
-
ایران نوې "بې پیلوټه انتحاري" الوتکه جوړه کړې
-
د استازو مجلس په ایران د الوتکو د خرڅولو په خلاف لایحه منظوره کړله