کابل کې د “شهید اونۍ” د مارشونو هوايي ډزو کې ۲۲ تنه ټپیان شوي

کابل کې د “شهید اونۍ” د مارشونو هوايي ډزو کې ۲۲ تنه ټپیان شوي

د اجرائیه رئیس له خوا مقاومت پر څلې د ګلونو د ګیډۍ د ایښودلو د مراسمو پر مهال د افغان حکومت پخواني او اوسني چارواکي هم حاضر وو.

نن یکشنبې ورځ د وږې د میاشتې اتلسمه د پخوانیو مجاهدینو د یوه قومندان احمدشاه مسعود اولسم تلین سره برابره ده، چې د هغو پخوانیو مجاهدینو د قومندانانو، چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې په جګړو کې ژوند له لاسه ورکړی، د درناوي لپاره د "شهید د اونۍ" په نوم لمانځل کیږي.

د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود پلویانو او ملاتړو نن سهار د کابل ښار په واټونو کې د موټرو مارشونه پیل کړي دي.

په کاروانونو کې شاملې اکثره موټرې نمبرپلیټونه نه لري او په دغو موټرو کې سپاره یو شمیر ځوانان وسلې هم لري او هوايي ډزې کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، چې په دغو هوايي ډزو کې تر اوسه ۲۲ تنه ټپيان شوي او د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د قومندان احمدشاه مسعود د لارې مخکښو قومندانانو او پخوانیو چارواکو تیره ورځ د نورو کلونو پرخلاف د احمدشاه مسعود له پلویانو وغوښتل، چې د کابل ښار په واټونو کې د ګډوډیو او مارشونو پرځای دې، د دوي په څیر افغان امنیتي ځواکونو ته خپله وینه اهدا کړي.

هغه چارواکي، چې تیره ورځ یې خپله وینه اهدا کړه په کې د نورو سربیره اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د پخواني جمهور رئیس لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، پخواني دفاع وزیر بسم الله خان محمدي او د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم شامل وو.

خو د تیرو کلونو په څیر نن سهار بیا د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود پلویانو او ملاتړو د ښار په واټونو کې د موټرو په کاروانونو کې د ښار یوې خوا او بلې خواته تګ راتګ پیل کړی دی.

Читайте также  د کابل بانک په اړه وروستۍ پریکړه اعلان شوه

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وايي، چې اکثره د دغو کاروانونوکې شاملې موټرې، د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په بیرغ رنګ شوي او د کاروان غړي چې اکثره یې ځوانان دي، د برهان الدین رباني د حکومت بیرغونه هم له ځان سره په لاسونوکې لیږدوي او د ښار هرطرف ته تګ راتګ کوي.

د اجرائیه رئیس غبرګون

اجرائیه رئیس عبدالله هم د لویې جرګې په خیمه کې په خپله وینا کې د قومندان احمدشاه مسعود د پلویانو د موټرو په کاروانو کې د ځوانانو له خوا د ډزو غندنه وکړه او ویې ویل، چې دا د قومندان مسعود د تلین د لمانخلو لار نه ده.

ښاغلي عبدالله وویل " که د دې ورخې لمانځل د کابل ښارویانو لپاره یې خاطره هوايي ډزې، د لارو بندیدل، خلکو سره ناوړه چلند وي ، نه د شهید امر روح داسې و، نه یې کړنلار داسې وه، نه یې هیچا ته داسې توصیه کوله او نه یې هیچا ته د دې مجال ورکوه".

اجرائیه رئیس وویل، چې پخپله قومندان احمدشاه مسعود د هوايي ډزو ډیر سخت مخالف وو.

ښاغلي عبدالله وویل " نن متاسف یم متاسفانه، پر هر دلیل او د هرډول احساساتو له مخې، چې وي، کله، چې د امر صاحب په نوم مونږ یو ځل بیا دغه شخصیت ترور کوو، دا د امرصاحب دوهم ترور دی، کله، چې حالت په دې نامه نا ارام شول، چې مونږ د امرصاحب د شخصیت درناوی کوو، دا د هغه د شخصیت ترور دی".

اجرائیه رئیس وویل، په دې پوهیږي، چې دا څرګندونې به یې په ټولنیزو رسنیو کې انعکاس پیدا کړي او یو شمیر به یې وغندي.

Читайте также  بامیان کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ادعاوي پلټل کیږي

هغه د احمدشاه مسعود د بنیاد له خوا د قومندان مسعود د اولسم تلین په مناسبت د وینې د اهدا د نوښت هرکلی وکړ.

تیرکال د وږي په اتلسمه په دې ورځ په دغسې ډوزو کې یو تن وژل شوی وو او درې نور ټپیان شوي وو.

نن سهار د کابل ښار د مسعود په څلور لارې کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د مقاومت پر څلې د ګلونو د ګیډۍ په ایښودلو سره په رسمي ډول دا مراسم پیل شول.

په دې مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي سربیره د افغانستان د جمهور رئیس پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني او د افغان حکومت دننه او بهر یو شمیر مشرانو هم ګډون کړی وو.

په دې مناسبت د لویې جرګې په خیمه کې هم افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او د حکومت بهر پخوانیو حکومتي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني دې غونډې ته په خپل پیغام کې، چې د ادارې چارو د رئیس له خوا ولوستل شو، د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د قومندان احمدشاه مسعود او نور پخوانیو جهادي قومندانانو د مبارزو ستاینه کړې وه.

جمهور رئیس غني ویلي" احمدشاه مسعود یو ستر شخصیت وو، چې د یو قوم او سیمې په محدوده دایره کې نه ځایده او سترو ملي او اسلامي ارزښتونو سره یې مینه لرله او د ازادۍ او دغولوړو اهدافو په لار کې یې خپل ژوند الله ته وسپاره".

جمهور رئیس غني په افغانستان کې دیموکراسي او خپلواکۍ هم د شهیدانو د وینې ثمره وګڼله او ویې ویل، چې حکومت د شهیدانو ورثې ته د کور د جوړولو لپاره ځمکې په ۴۰ دولتي پروژو کې په پام کې نیولي دي.

Читайте также  افغانستان د صافي پر پروازونو بندیز ولګاوه

د افغانستان جمهور رئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم دې غونډې ته خپل پیغام استولی وو.

پر دشت برچي بریدونه

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش په خپله وینا کې د کابل په لودیځ کې د شیعه ګانو په روزنیزو، فرهنګې او ورزشي مرکزونو بریدونو ته اشاره وکړه او دا بریدونه یې د بهرنیانو په امر د افغانانو پر ملي امنیت بریدونه وبلل.

ښاغلي دانش وویل " دې وروستیو کې د افغانستان ملي یووالی، همپالنه او د قومونو او مذهبونو ترمنځ پیوستون په نښه کړی دی او د همدې له امله یې هدفي، سیتماتیک او تنظیم شوي بریدونه اوس مهال پر دشت برچي او نورو خاصو ځایونوپیل کړي، چې د افغانستان ملي امنیت ته یو ګواښ حسابیږي".

د "شهید د اونۍ" د مراسمو د لمانخلو په لړ کې اوړمه شپه عبدالله عبدالله د اجرائیه ریاست په ودانۍ کې یوه غونډه هم جوړه کړې وه، چې د بهرنیو هیوادونو سفرانیو او دیپلوماتانو سربیره په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قومندان هم په کې ګډون کړی وو.

امنیتي کارکوونکو ځانمرګی وژلی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن له غرمې وړاندې د کابل ښار هوايي ډګر سره یې یو ځانمرګی بریدګر، چې غوښتل د قومندان احمدشاه مسعود د تلین د کاروان پر غړو برید ترسره کړي، د برید وړاندې پیژندلی او وژلی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي، په دې پيښه کې ځانمرګي د وژل کیدو پرته بل چا ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

نن د یکشنبې په ورځ د دغو مراسمو له امله د ښار ډیرې برخې د ترافیکو پرمخ ټړل شوي دي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика