په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

په آسټرالیا کې ځینې اسلامي ډلې د مسلمانانو پرضد د حملو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې دغه بریدونه په سیدني ، میلبورن او د اسلامي دولت یا داعش د ګواښونو وروسته د حکومت د ترهګرۍ ضد عملیاتو وروسته شروع شول.

مسلمان مشرانو په آسټرالیا کې د مذهب پر بنا پر مسلمانانو باندې د یو شمیر حملو لست جوړ کړی دی او وايي چې په لسګونو حملې پرمسلمانانو باندې په خاصه توګه هغو ښځو باندې شوي دي چې حجاب کوي.

د آسټرالیا د مسلمانانو ټولنې وايي چې د سیډني او بریسبین په سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو وروسته تراوسه پوري پر مسلمانانو باندې ۳۰ حملې شوي دي. دغه حملو وروسته له هغه نه هم زور واخیستی چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې آسټرالیا ته اخطار ورکړ.

مریم ویس زاده وکیله ده او په آسټرالیا کې د اسلامي ټولنې ویانده ده. هغه وايي چې پر مسلمانانو باندې د شویو بریدونو لست یې جوړ کړی دی او وايي چې په ټولې آسټرالیا کې د مسلمانانو پرضد تشدد زیات شوی دی.

هغه داسي وايي،،په یوه مورد کې د سیډني په لویدیځ کې پر یوې مور باندې چې ماشوم یې په رشخې کې رهي کړی و، برید وشو او د ماشوم رخشه یې په لغته ووهل شوه. په بل مورد کې یوه نارینه هڅه وکړه چې د یوې ښځې پوړنی یې د سره څخه ایسته کړي. څو جوماتونو ته اخطارونه ورکړل شوي دي، په هګیوو ویشتل شوي دي، ویجاړ شوي دي او په یوه مورد کې د یوه خوک سر پر یو صلیب باندې ایښودل شوی و.،،

Читайте также  امریکا: سورېې کې د روسې مداخلت له خطره ډک دی

تر ټولو زیات حملې او اخطارونه د کوینسلند په ایالت کې شوي دي چیري چې جوماتونو ته اخطارونه ورکړل شوي دي او اسلامي مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي.

سیلما احرام، د آسټرالیا د مسلمانو ښځو د سازمان غړې ده. هغه وايي چې اخطارونه پراخ دي. هغه داسي وايي ،،زما د کورنۍ دوو غړو ته چې د آسټرالیا په جنوب کې ژوند کوي اخطارونه ورکړل شوي دي او توهین شوي دي. یو مشترکه نقطه دا ده چې ښځې ډیرې په نښه کېږي— هغه ښځې چې حجاب کوي او ماشومان لا په نښه کېږي. مونږ لا په ښوونځیوو کې د مسلمانو زده کونکو په هکله څه نه دي اوریدلي، خو دغه برخه هم د اندېښنې وړ ده.،،

پولیس د حملو د دقیق شمیر په هکله نه پوهېږي

د پولیسو دقیق آمار نشته چې څومره بریدونه شوي دي. خو د آسټرالیا د نیو سود ویلس د سیمې ځواکونه وايي چې هڅه کوي چې د اسلامي ټولنې پرضد اندېښنې کمې شي.

په آسټرالیا کې د ښي لاس یوه ډله هڅه کوي چې په آسټرالیا کې اسلام منع شي.

رالف سیرمنیرا چې پخوانی سرتیری دی وايي چې مسلمانان د آسټرالیا په ستر ښار، سیډني کې د قانون او د نظم د ماتیدو سبب شوي دي. هغه داسي وایي ،،دوي په مونږ پسې سوي دي. زمونږ پر ماشومانو جنسي تیري کوي زمونږ پر کورنیوو بریدونه کوي. د سیډني لویدیځ برخه اوس د جرم په مرکز بدله شوې ده.،،

په داسي حال کې چې زیات شمیر آسټرالیايي سیاستمداران د خلګو څخه غواړي چې د نورو ادیانو خلګو ته دي احترام وکړي او د هغوي په برخه کې دي د زغم څخه کار واخلي خو پر ځینو نورو سیاستمدارانو باندې بیا دا تور لګول کېږي چې د مسلمانانو اوغیر مسلمانانو ترمنځ اندېښنو ته لمن وهي.

Читайте также  غني د کندز هوايي بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته

،،د پارلمان ماڼۍ ته دي حجاب بند سي،،

د بشري حقوقو ډلو پر محافظه کاره سناتور کوري برناردي باندې انتقاد کړی دی چې په کنبیرا کې یې په پارلمان کې د حجاب سره د ښځو د ننوتلو د منع کولو غوښتنه کړې.

سناتور برناردي داسي وايي،،زه هیڅ داسي دلیل نه وینم چې یو څوک دي د پارلمان ماڼۍ ته داسي راننوځي چې هویت دي یې پټ وي. دا هیڅ منطق نلري. که څوک نقاب پرمخ کوي، که چادري اغوندي او یا هم حجاب کوي زما په آند باید ټولو ته په یو سترګه وکتل شي او یو ډول چلند ورسره وشي.،،

د یادونې وړ ده چې د آسټرالیا جټ الوتکو د امریکا په مشري په نړیوال پوځي ایتلاف کې برخه واخیسته او په عراق کې یې د داعش پر ضد هوايي عملیات ترسره کړل. په عین حال کې آسټرالیا په دې خاطر چې د داعش د ډلې سره یو شمیر مسلمان آسټرالیایان یو ځای شوي دي، په دغه هېواد کې د ممکنه خطر اندازه د مینځني حد څخه تر ټولو لوړ حد ته پورته کړه.

د تروریزم ضد نویو قوانینو آسټرالیايي چارواکو ته لازیات واک ورکړ چې د خلګو پاسپورټونه ضبط کړي او مشکوک کسان ونیسي.

،،نوي اقدامات به د قانون طابع مسلمانان په غذاب نکړي،،

د آسټرالیا لومړی وزیر ټوني ابټ بیا وايي چې نوي قوانین به پر هغو مسلمانانو باندې هیڅ تاثیر ونکړي چې د آسټرالیا قوانین رعایتوي او د نورو په شان په عادي ډول ژوند کوي. لومړی وزیر ابټ اوس مهال پر دې کار کوي چې د ترهګرۍ هر ډول فعالیت او تشویق ته په قانون کې د جرم په سترګه وکتل شي. هغه د حزب تحریر افراطي ډله په ګوته کړه.

Читайте также  امریکا د مالیزیایي الوتکې د پلټونکو په مخنیوي اندیښمنه ده

هغه داسي وویل ،،په دې کې هیڅ شک نشته چې دوي یو سازمان دی او د آسټرالیا د ارزښتونو پرضد کمپاین کوي چې دا کار د آسټرالیا د ملي ګټو پرخلاف دی. دا واقعا د انتقاد وړ سازمان دی.،،

د یادونې وړ ده چې که څه هم میانه روو مسلمانانو په آسټرالیا کې داعش ډله په عامه غندلې ده خو په آسټرالیا کې د اسلام ضد اقدامات او ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي لکه د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې وروسته چې په نیویارک او واشنګټن کې زیات شول او دغه راز یو کال وروسته یې د اندونیزیا د بالي په ټاپو باندې هم بمي چاودنې وشوې چې په کښي ۸۸ آسټرالیایان ووژل شول.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика