د چابهار له لارې د هند د غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده

د چابهار له لارې د هند د غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده

د غنمو دغه جوپه د اکتوبر په ۲۹ له هند څخه د افغانستان په لور خوځیدلې وه.

له هندوستان څخه د چابهار بندر له لارې د ۱۵ زره ټُن غنمو لومړۍ جوپه، چې د روان کال د اکتوبر په ۲۹ د افغانستان په لور راخوځیدلې وه، نن د دغه هیواد لویدیځ ولایت نیمروز ته ورسیده.

له چابهار بندر څخه د نیمروز پولې ته د هندوستان د غنمو مرستې د لومړۍ جوپې د رارسېدو په مناسبت د شنبې په ورځ (نومبر ۱۱)په نیمروز ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې په کې د افغان حکومت د کابینې یو شمیر غړو، سیمه‌ییزو چارواکو او د هند او ایران سفیرانو ګډون درلود.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر نصیراحمد دُراني په دغو مراسمو کې وویل "افغانستان دغو همکاریو ته په نیک نظر ویني او تمه لري، چې ملګري هیوادونه په لا زیاتو همکاریو سره د سیمې په کچه د تلپاتې پراختیا لپاره نوی بنسټ کیږدي".

ښاغلي دُراني زیاته کړه، له هند څخه افغانستان ته د چابهار بندر لارې د غنمو په رارسیدلو سره، د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او افغانان ویاړي، چې هیواد یې نور یوې پولې پورې تړلی نه دی، بلکې د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره زیاتې لارې په واک کې لري.

هغه د چابهار بندر د افغانستان، هندوستان او ایران ترمنځ د همکاریو یو مهم فُرصت وباله، چې پر وینا یې په سیمه کې به د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر محمد حمید طهماسي وویل، چې د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد په لنډه موده او ټیټه بیه تمامیږي.

Читайте также  په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

هغه وویل، چې افغان سوداګر کولی شي د چابهار بندر له لارې د خپلو سوداګریز توکو په لیږدلو کې له ۵۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ ډالرو سپما وکړي.

ټاکل شوې چې هندوستان له افغانستان سره د ۱.۱ میلیون ټُن غنمو مرسته وکړي، چې له دې شمیرې څخه یې تر اوسه ۷۰۰ زره ټُنه غنم افغانستان ته ورکړي دي.

په کابل کې د هندوستان سفیر من‌پریت هورا وویل، چې د ۲۰۱۸ کال تر فبروري پورې به له هند څخه ۱۱۰ زره ټُنه نور غنم هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسیږي.

دغه راز په کابل کې د ایران سفیر محمدرضا بهرامي، په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د ودې لپاره د چابهار بندر پرانیستل یو مهم اقدام وباله او ویې ویل، چې د هیوادونو په کچه د اقتصادي همکاریو پراختیا به د سیمې د امنیت په ټینګولو کې مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د غنمو دغه جوپه د هندوستان له کندلا څخه تر نمیروز پورې په څلورو ورځو کې ورسیږي، خو د ګمرکي ستونزو له امله یوه اونۍ په چابهار بندر کې وځنډیدله.

افغانستنان، هندوستان او ایران تیرکال د چابهار بندر پرانیست، چې په وچه کې ایسار افغانستان او د جنوبي اسیا نور هېوادونه له سمندر سره ونښلوي.

هندوستان په پام کې لري، چې د دغه بندر په پراخولو ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.​

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика