د بامیان هوايي ډګر اته امنیتي منسوبین نظارت لاندې نیول شوي

د بامیان هوايي ډګر اته امنیتي منسوبین نظارت لاندې نیول شوي

د سې شنبې په ورځ د پارلمان د یو غړي پلویانو د بامیان ولایت په هوايي ډګر کې د کام ایر د الوتکې د ناستې مخنیوی وکړ

وروسته له هغې چې تیره ورځ د افغانستان د پارلمان د یو غړي پلویانو د بامیان په هوايي ډګر کې د کام ایر یوې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړه، د پیښې په تړاو د دغه ولایت د هوايي ډګر اته منسوبین تر نظارت لاندې نیول شوي دي.

د بامیان د والي ویاند عبدالرحمان احمدي امریکا غږ ته وویل، دغه شمیر امنیتي منسوبین په دنده کې د غفلت په تور تر نظارت لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل "د موظف هیأت د لومړنیو موندنو پر بنسټ، د بامیان د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان، د بامیان د امنیتي حوزې آمر او د سرحدي پولیسو شپږ تنه منسوبین، د لا زیاتو څيړنو لپاره تر نظارت لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې د بامیان ولایت سیمه‌ییزه اداره د قانون تطبیق ته ژمنه ده او له دغو کسانو سره به د قانون پر بنسټ چلند وشي.

تیره ورځ د افغانستان د پارلمان غړي عبدالرحمان شیداني یو شمیر پلویانو، د دې لپاره چې ښاغلی شیداني د کام ایر د الوتکې له یو پرواز څخه پاتې شو، د دغه هوايي شرکت بلې الوتکې ته یې د بامیان ولایت په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنکړه.

د کام ایر هوايي شرکت مسولینو ویلي، چې د ښاغلي شیداني دغه کار د هغوی شرکت لس زره امریکايي ډالره زیانمن کړ او دغه راز، په کابل کې یې د نورو الوتنو بهیر هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړ.

Читайте также  جنرال الن: د لوګر د پېښې په خاطر بخښنه غواړو
admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика