د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د سختو بارانونو اټکل کړی

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د سختو بارانونو اټکل کړی

په کابل کې د سختو اورښتونو له امله چې تیره شپه پیل شوي ددغه ښار ډیرې لارې کوڅې په اوبو ډکې شوي دي.

په افغانستان کې د هواپیژندنې ادارې په روانه اونۍ کې د دغه هیواد په ځینو برخوکې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی او له خلکو یې د احتیاط غوښتنه کړې.

د افغانستان د ملکي هوايي‌ چلند د خپلواکې ادارې د هواپیژندنې څانګې خبرداری ورکړی، چې د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله د سیلابونو د راوتلو امکان شته او له اړوندو چارواکو څخه غواړي چې د سیلابونو له زیان څخه د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

په هند او پاکستان کې د سختو ورښتونو او توپانونو په لړ کې، دا مهال د افغانستان په اکثرو سیمو کې هم د باران او واورې وریدل پیل شوي او اټکل کیږي چې دا ورښتونه به د دې اونۍ تر پایه شدت ومومي.

په پلازمینې کابل او نږدې پرتو ولایتونو کې له تیرې شپې راهیسې د باران ورښت پیل شوی دی. دغه راز، په یو شمیر شمالي ولایتونو کې هم ورښتونه دوام لري، د دغه هیواد په شرقي او غربي ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی خو په جنوب کې لا تر اوسه د ورښتونو لړۍ پیل شوې نه ده.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د مطبوعاتو مسئول قاسم رحیمي امریکا غږ ته وویل، د دغې ادارې څیړنې ښيي چې د روانې اونۍ تر پایه به دا ورښتونه چې له سختو توپانونو سره به مل وي شدت ومومي او له امله به یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې سیلابونه راووځي.

Читайте также  روسیې د ترکیې غوښتي چې د اولوتکې د کښېنولو ځواب دي ورکړي

هغه وویل "د دې وړاندوینې په پایله کې هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي او ارزښت لري دا دي، چې دولتي بنسټونه، له طبیعي پېښو سره د مبارزې موظف بنسټونه، دغه راز د افغانستان رسنۍ او هغه کسان چې انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري، لږ تر لږه دغه اطلاعات او اټکلونه په جدي ډول خلکو ته ورسول شي تر څو موږ لازم تدابیر په واک کې ولرو."

ښاغلي رحیمي وویل چې د افغانستان غربي، شمالي او جنوبي ولایتونو په یو شمیر سیمو کې له ۳۵ نه تر ۳۷ ملي‌متره پورې د ورښتونو اټکل شوی او زیاته یې کړه چې په لوړو پرتو سیمو کې د واورې وریدو امکان هم شته.

تیاریانې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د مطبوعاتو مسئول، له طبیعي پېښو سره د مبارزې له بنسټونو څخه وغوښتل، هغو خلکو ته د مرستې رسونې اړین تیاری ونیسي چې ښايي د باران او واورې د وروښتونو او د سیلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخ دي.

له بلې خوا، طبیعي پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزیر ویس‌احمد برمک امریکا غږ ته وویل، چې په کابل او ولایتونو کې یې د احتمالي طبیعي پېښو له زیان څخه د خلکو د ژغورنې په برخه کې اړین تیاری نیولی دی.

ښاغلي برمک زیاته کړه، چې د افغان حکومت ترڅنګ د مرستې رسونې نړیوالو موسسو هم چمتوالی ښودلی چې د کومې ناوړې پېښې د رامنځ ته کیدو پر وخت د خلکو مرستې ته ودانګي.

هغه د دغو مرستو د څرنګوالي په اړه وویل "د مثال په توګه، د نقدو پیسو امکانات دي چې موږ ولایتونو ته لیږدولې دي، د خوراکي توکو زیرمې دي، چې په ولایتونو کې هم دي او د افغانستان د مهمو ولایتونو د حوزو په کچه هم شته، په ورته وخت غیر خوراکي توکي دي، چې په کې خیمې، کمپلې او نور هغه اړین توکي چې اړتیا یې لیدل کیږي چې موږ یې خلکو ته ورسوو او نور هغه وسایط چې د خلکو د ژغورنۍ لپاره ترې کار اخیستل کیږي او د دولت په وس کې دي د ولایتونو په کچه شته دي او که له دې زیاتو مرستو ته اړتیا وي نو موږ کولی شو چې له خصوصي سکټور څخه مرسته وغواړو."

Читайте также  کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

ښاغلي برمک له خلکو څخه هم وغوښتل چې د احتمالي سیلابونو له زیان څخه د ځان ساتنې په خاطر، له هغو سیمو څخه چې د ورښتونو له امله په کې د سیلابونو د راوتلو امکان شته، خوندي ځایونو ته لاړ شي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика