کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

کیري افغانستان ته رسیدلی- بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوی

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د یوه ناڅاپي سفر په لړ کې افغانستان ته رسیدلی او د افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون کړی دی.

دغه لوړپوړی امریکايي ډیپلومات افغانستان ته د بګرام د زندان په هکله د موافقې د ترلاسه کېدو وروسته رسیدلی دی. د بګرام زندان وروستی زندان دی چې په کښي افغان بندیان د امریکا د پوځ له خوا ساتل کېږي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت مامورین وايي چې دوي ډاډمن دي چې خطرناکه بندیان به په مصونه توګه په بند کې وساتل سي او دا چي وروسره به انساني چلند وسي.

د بګرام د زندان واک نن د دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ څخه و افغان لوري ته وسپارل سو. دغه زندان د بګرام هوايي اډې څنګ ته موقعیت لري.

ټاکل شوې وه چې دغه زندان د روانې میاشتې په پیل کې و افغان لوري وسپارل سی خو د سپارښتنې مراسم یې په ناپاڅپي ډول وځنډول شول. د ناټو یوه ویاند ویلي وو چې د بګرام زندان واک به هله افغان لوري ته وسپارل شي چې دواړې خواووې د زندان د واک سپارلو د جزیاتو په برخه کې بشپړې موافقې ته سره ورسېږي.

د بګرام د زندان په هکله موافقه د شنبې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ددفاع د وزیر چک هېګل ترمنځ د ټلفوني اړیکو وروسته ترلاسه شوه.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو پروسږ کال د بګرام د زندان یوه برخه افغان لوري ته وسپارله چې په لړ کې یې۳ زره مشکوک طالب جګړه ماران افغان لوري ته وسپارل شول. خو د ټول بګرام زندان د واک سپارلو پریکړه څو واري وځنډیله او لامل یې هم دا وو چې امریکا اندېښنه درلودله چې په دې زندان کې په سلګونو طالب جنګیالي سته او کیدای سي افغان لوري ته د سپارلو وروسته دغه جنګیالي آزاد سي.

Читайте также  د عراق پوځ له داعش نه د تکریت د نیولو عملیات پیل کړل
admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика