ښايي د بم چاودنې روسې الوتکه راغورځولې وې

ښايي د بم چاودنې روسې الوتکه راغورځولې وې

د شنبې په ورځ، د مصر په سینا کې یوه روسې الوتکه راولویدله چې ټول ۲۲۴ مساپر پکښې ووژل شول.

یوې روسۍ مساپروړونکې الوتکې د شنبې په ورځ د مصر د سینا د ټاپووزمې دپاسه سقوط وکړ چې ټول سپاره ۲۲۴ کسان پکې ووژل شول.

یوه امریکايي چارواکي د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس ته ویلي دي چې د اوریدل شویو مکالمو څخه معلومیږي چې احتمال شته د اسلامي دولت ډله ددې پيښې مسوله وي.

د الوتکې د رالویدو په سیمې کې مفتشان لګیا دي دا معلوموي چې په پيښې کې د تروریستانو د لاس لرلو مسله وڅیړي.

ځینې رپوټونه وايي چې د طب عدلي نتایج ښيي چې د ځینو وژل شوو کسانو په بدنونو کې د بم پرچې لکیدلې دي.

ماهرانو د الوتکې هغه دوې جعبې هم پیدا کړیدي چې د پرواز په اړه معلومات پکې ثبتیږي.

په عین وخت کې، د روسیې او مصر مفتشانو ویلي دي چې په الوتکې کې د آواز د ثبتولو ماشین، چې د پيلوټانو په کوټې کې نصب و، ډیر زیانمن شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند وویل چې د مصر د شرم الشیخ له تفریحي ښارگوټي نه په خوندي توگه د خلکو د راستنولو لپاره ترتیبات نیول کیږي. هغه څرګنده کړه چې هغوی په خپلو هوټلونو کې له هیڅ خطر سره مخامخ نه دي او په شرم الشیخ کې خپلې عادي چارې پرمخ بیايي.

د مصر ولسمشر عبدافتاح السیسي ددې پیښې په اړه د اسلامي دولت د ډلې ادعا تبلیغات بللي دي او ویلي یې دي چې دا د مصر امنیت او ثبات ته د زیان رسولو یوه هڅه ده.

Читайте также  غني د کندز هوايي بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته

هغه لندن ته رسیدلی دی چې د بریتاینا له صدراعظم ډیویډ کمرون سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست ویلي دي چې د امریکا داسې کوم هوايي شرکت نه شته چې د سینا ټاپووزمې ته دې منظمه پروازونه ولري.

ښاغلي ارنست زیاته کړه چې د مارچ د میاشتې راهیسې د امریکا د هوايي چارو د چلند ادارې ملکي هوايي شرکتونو ته د افراطیت د احتمالي خطراتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په عین وخت، د اسلامي دولت ډلې یا داعش خپله هغه ادعا تکرار کړې ده چې ګوندي د مصر د پاسه روسې الوتکه دوی راغورځولې ده.

که څه هم د متحده ایالاتو او بریتانیا چارواکیو د بمب د احتمال په اړه څرګندونې کړي دي، خو د مصر د هوانوردۍ وزیر وايي چې پلټونکیو داسې نښانې نه دي پیدا کړي چې د بمب له امله دالوتکې سقوط وښيي.

همداراز د روسیې صدراعظم دمتري مدودیوف نن یوې حکومتي غونډې ته وویل چې دا له وخت نه مخکې ده چې په مصر کې د روسي الوتکې د سقوط د سبب په اړه یوه نتیجه راوباسي.

روسي چارواکي وايي چې هغوي د پیښې د ځای شاوخوا په پراخه سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика