د ملاعمر مړینه، ځاې ناستی او د سولې خبرې

د ملاعمر مړینه، ځاې ناستی او د سولې خبرې

افغان حکومت وايي ملاعمر دوه کاله وړاندې پاکستان کې مړ شو

د طالبانو پر اسرار آمیزه مشر ملامحمد عمر یوه بله مُعما هم راتاو شوه: دی ژوندی دی که مړ؟ د افغان د جمهور رئیس دفتر د چهارشنبې په سهار د ملاعمر د مړینې د خبر له تایید ډډه وکړه خو ماښام یې د دې خبر پخلی وکړ.

د ذبیح الله مجاهد په نامه یو کس بیا چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته ویلي چې ملاعمر روغ رمټ دی.

د طالبانو امیرالمومنین د ګوتو په شمار کسانو لیدلی خو د ده اصلي عکس آن د نړۍ له استخباراتي ادارو سره نشته. د ده په اړه ټول معلومات دا دي چې دی شاوخوا ۵۶ کلن او په یوه سترګه ړوند دی. د خپلې واکمنۍ په مهال ملاعمر ایله درې که څلور ځلي په راډیو کې وغږید خو په تیرو څه باندې ۱۴ کلونو کې یې آن غږ بیا ندی تر غوږو شوی.

ګریم سمیت٬ د کړکیچ د نړیوالې ډلې د افغانستان د چارو مشر شننونکی وايي ملاعمر د طالبانو لپاره یو مهم سمبول دی خو حیاتي ندی. سمیت امریکا غږ ته وویل "ما څو کاله وړاندې په کندهار کې له ۴۲ طالب جنګیالیو سره مرکه وکړه او پدې هیښ شوم چې طالبانو ویل دوې د یوه اسلامي نظام د رامنځته کیدلو لپاره جګړه کوي نه د ملاعمر بیا پر واک کښینولو لپاره".

د سولې د خبرو سبوتاژ؟

د ملاعمر د مړیني ګنګوسې پداسې حال کې خپریږي چې ټاکل شویده افغان او طالب مرکچیان د جمعې یا شنبې په ورځ بیا په پاکستان کې د سولې خبرو ته کښیني. ملاعمر ته په یوه منسوب پیغام کې د پاکستان په مري سیمه کې د سولې د خبرو د لمړي پړاو ملاتړ شوې وو.

Читайте также  د خوست د هوایي ډګر نه نړیوال پروازونه پیلیږي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ملاعمر مړینه به د سولې پر خبرو مثبته اغیزه وکړي. په یوې خبرپاڼۍ کې د ولسمشر غني دفتر وویل "د سولې مذاکراتو ته اوس، تر هر بل وخت ښه زمینه مساعده ده". افغان حکومت پر ټولو طالبانو غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یوځاې شي.

خو ګریم سمیت وايي د ملاعمر مړینه "بد خبر دی" ځکه دا به د سولې د مذاکراتو لړۍ له نویو ستونزو سره مخامخ کړي. د سمیت په اند د عمر د مړینې خبر ښايي طالبان په څو ډلو وویشي پداسې حال کې چې "کابل هڅه کوي چې د له یوه عمده مخالف مشر سره د سولې خبرې وکړي نه دا چې له ګڼو قوماندانانو سره".

امرالله صالح، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر، بیا د ملاعمر د مړینې د ګنګوسو خپرول د پاکستان کار بولي. ښاغلي صالح اشنا ټلویزیون ته وویل چې ملاعمر د طالبانو "عملیاتي مشر نه وو" نو ځکه خو مړینه به یې د طالبانو پر روانې جګړې ډیره اغیزه ونکړي.

ځاې ناستی

تر ملاعمر وروسته د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور دی. منصور د طالبانو د واکمنی پر مهال د هوايي چلند وزیر وو خو په تیرو څو کلونو کې یې د طالبانو د پوځي چارو مشري ترسره کړې او پدې توګه یې له ګڼو سیمیزو طالب قوماندانانو سره اړیکې پاللي دي.

ځینو سرچینو بیا لیکلي چې یو شمیر طالب مشران غواړي چې د ملاعمر ځاې ناستی د هغه ۲۶ کلن زوی محمد یعقوب وي. ویل کیږي چې محمد یعقوب تیر کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له یوې دیني مدرسې فارغ شو.

Читайте также  په آسټرالیا کې د مسلمانانو اندېښنې

که چیرې ملاعمر په ریښتیا دوه کال وړاندې مړ شوی وي، نو ښايي طالب مشرانو لا د وړاندې د هغه د ځاې ناستي پریکړه کړې وي. طالبانو درې اوونۍ وړاندې د ملاعمر په نامه د کوچني اختر پیغام خپور کړ خو په لیکلي پیغام کې د عمر د احتمالي ځاې ناستي په اړه څه نه وو لیکل شوي.

په تیرو څو میاشتو کې ځیني طالب قوماندانانو آن د اسلامي دولت ډلې (داعش) ته بیعت کړې او د دې ډلې مشر، ابوبکر البغدادي یې د نوي امیرالمومنین په نامه یاد کړی.

اړوند

  • سي آی اې او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه

  • طالبانو د ملا عمر ژوند لیک خپور کړ

  • د طالبانو لالهانده مرکچي څوک دی؟

  • ملاعمر: مخالفانو سره خبرې شریعت سره په ټکر کې نه دي

  • په افغانستان کې د امریکا ناختمه شوې جګړه

  • ملا عمر مړ شوی، ارګ

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика