ایران له بوئینګ ۸۰ نوې الوتکې پیري

ایران له بوئینګ ۸۰ نوې الوتکې پیري

د ایران اوسنۍ الوتکې له ۱۹۷۹ کال څخه مخکې اخیستل شوې او زړې دي

ایران د بوئینګ له شرکت سره د۱۶.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

ایراني چارواکي دا تړون د تهران د هوايي چلند په تاریخ کې یو لوی اقدام بولي او وايی چې په دې کار سره به زرګونه کسانو ته هم کاري زمینې برابرې شي.

د ایران خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د ترانسپورت د وزیر فرهاد پرورش له خولې لیکلي دي چې دا تړون نړیوالو ته ښکاره پیغام لري.

هغه وايي "ایران سوله او ثبات غواي او له هر چا سره د خپلې تګلارې په اساس مخ ته ځي. هیله مند یو چې په امریکا کې نوی حکومت هم دغه دغه تړون ژمن پاتې شي".

ښاغلي پرورش وویل چې د بوینګ لومړنۍ الوتکه به د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې ایران ته وسپارل شي، او د ایرنا د اژانس په خبره په راتلونکو نورو لسو کلونو کې به ۵۰ نورې الوتکې هم ایران ته وسپارل شي.

دا په ایران کې په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب راوروسته د ایران او امریکا ترمنځ تر ټولو لوی تړون بلل کیږي. خو د بوئینګ شرکت په دې اړه لا څه نه دي ویلی.

د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې واشنګټن بوئینګ او د هغه رقیب ایربس ته له ایران سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پېر او پلور اجازه ورکړه.

دا تړون له تهران سره د امریکا په ګډون د نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ له هستوي تړون وروسته کیږي. هستوي تړون ایران د یوریانمو له غني کولو راګرځوي او په بدل کې پر دغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه لېرې کيږي.

Читайте также  شاه رخ خان بیا په امریکا کې توقیف شو

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا منتخب ولسمشر دونالډ ترمپ او د هغه د ګوند ځینو غړو له ایران سره پر هستوي تړون کلک انتقادونه کړي دي. خو لا معلومه نه ده چې د امریکا نوی حکومت له دغه تړون سره څه کوي.

د ایران اوسنۍ ۲۵۰ الوتکې له ۱۹۷۹ کال څخه مخکې اخیستل شوي دي او سږ کال یوازې۱۶۲ الوتکو یې پروازونه کول او نور یې د تخنیکي ستونزو او د پرزو د کموالي او نشتوالي له کبله درول شوې دي.

دا مهال ایران د لندن په ګډون د نړۍ ۳۰ نړیوالو هوايي ډګرونو ته پروازونه لري.

اړوند

  • روسیې له ایراني اډو پر سوريې بمبارۍ کړي

  • امریکا ایران ته د بندیانو د خوشې کیدو لپاره ۴ سوه ملیونه ډالر ورکړی

  • ایراني رسنۍ: ایران د هوايي بریدونو لپاره ډرون جوړ کړی

  • ایران نوې "بې پیلوټه انتحاري" الوتکه جوړه کړې

  • د استازو مجلس په ایران د الوتکو د خرڅولو په خلاف لایحه منظوره کړله

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика