طالبان د کابل په نظامي روغتون کې تداوي کېږي

طالبان د کابل په نظامي روغتون کې تداوي کېږي

د سردار محمد داؤد خان په روغتون باندې د ٢٠١١ م کال د مې په میاشت کې ځانمرګی برید هم شوی و

د افغاانستان په روان بغاوت کې تراوسه پورې ۴ زره عسکر او پولیس وژل شوي دي. تر اتو زرو نه زیات د همدې کال په ا وله نیمايي کې زخمیان شوي دي. دا د تیرکال په پرتله چې په ټول کال کې پنځه زره عسکر اوپولیس وژل شوی وو، ډېر زیاتوالی څرگندوی. او جگړه لار وانه ده.

په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په روغتونو کې طآلبان له عسکرو سره سم تداوي کېږي.

د سردار محمد داود خان مجهز روغتون د څلور سوه ناروغانو لپاره کټونه لري اوهره ورځ ورته په لسهاو زخمي عسکر د هېواد له گڼو ځایونو نه راوستل کېږي.

یو طالب چی د افغانستان له عسکرو سره په جگړه کې زخمي شویدی، اوس په کابل کې په همدې روغتون کې په داسې حال کې تداوي کېږي چی شاو خواته ېې نور افغان عسکر هم په هماغه نظامي روغتون کې د علاج لپاره پراته دي.

یو افغان عسکر چی پښه ېې زخمی شوېده او دوه کوټی له هغه ځای نه لېرې پروت دی چی دښمن ېې پکې تداوی کېږی:

د جگړې یوزخمي محمد گل وايي:..دا د دولت کاردی هغوی هم تداوي کوي اوموږ هم تداوی کوي څه وکړو نو، زموږ په وسه څه پوره ندي، ځکه داکار له پاس ځای نه کېږي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چی ایا دا ډول چلند تاسې ځوروي، وویل هو! ولې نه !. هغوی عسکر ی نه کوي، خو وطن ورانوي.

Читайте также  روسیې د ترکیې غوښتي چې د اولوتکې د کښېنولو ځواب دي ورکړي

دغه پالیسي چی د یوې لسېزې نه اوږده بغاوت زخمیان تداوي کړی شی، په دې وخت کې چې د جگړې زخمیان هم ډېر شوي دی، دخواشېنۍ یو داسې ټکی دی چی څوک نه غواړی خبرې پرې وکړي.

دا مسله هغه وخت لا په ډاگه شوه چې د اکتوبرپه میاشت کې د متحده ایالاتوپه هوايي بریدکې٣٠ تنه په کندز کې په یو خیریه فرانسوي کې ووژل شول.

په کابل کې ېوشمېر چارواکی په دې مسله ډېر بحث نه کوی؛ خو دا منی چی د طالب یاغیانو تداوی هلته کېږی.

د افغانستان د کورنیو چارو دوزارت ویاندی صدیق صدیقي وايي دافغانستان حکومت د جگړې د نړۍ والو قوانینو په رعایت ځان مکلف بولي.

هغه وايي:.. په افغانستان کې د جگړې قوانین او د جگړې نړۍ وال قوانین د دې ایجاب کوي چی کله دښمن په جگړه کې ونیول شي، نو له هغه سره ددې قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي. د افغانستان امنیتی قواوې هم د همدې قوانینو پر بنسټ د دښمن له زخمیانو او بندیانو سره انساني چلند کوي".

د افغانستان دملی اردو یو پړکمشر محمد عظیم وايي:.. زما یوازېنۍ اندېښنه دهغې سېمی لپاره وي چی موږ ېې له دښمن څخه پاکه کړو. د خپل کور لپاره اندېښنه نلرم. زموږ یوازېنی ارزو د هغې منطقی ارامي ده، چی سوله، پکې منځته راشی.

د سردار محمد داود خان روغتون چارواکي وايي دوی په دې کار نړۍ وال قانو ن ته درناوی کوی چی د جگړې دخیلې خواوې باید تداوي شي او دهغوی قوم، سیاسي نظریه ، دین او جنسیت په نظر کې ونه نیول شي.

Читайте также  د طالبانو مشر د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی

د سردار محمد داود خان روغتون ډاکټر نصرالدین امین وايي:که مخالف هم وي موږ ېې تداوي کوو. د ډاکټر وظیفه تداوي کول دي؛ څارنوالي نده. پکارده چې تدوای ېې کړو کله چی ښه شي، نو خپلې اړوندې مرجع ته به ولاړشي.

ډاکټر نصرالدین امین زیاته کړله څومره چې جگړه شد ت پیدا کوي نورهماغومره د زخمیانو اوناروغانو شمېر هم زېاتیږي او هرڅوک چې دعلاج لپاره راوستل شي، دی به ېې تداوي کړي، ځکه دی ډاکټر دی نه د حکومت څارنوال.

اړوند

  • کابل پر طالبانو د بندیزونو هرکلی وکړ

  • ملګرو ملتونو پر طالبانو لګیدلي بندیزونه نورهم وغځول

  • په افغانستان کې د سولې د بهیر پر ژر پیلېدو ټینگار

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика