اوکراین: روسیه د مالیزیالي الوتکي په پیښه کې لاس لري

اوکراین: روسیه د مالیزیالي الوتکي په پیښه کې لاس لري

د مالیزیا رانسکوره شوي الوتکي پاتې شونې

په یوکراین کې د استخباراتو سره د مبارزې مشر وايي داسې پاخه شواهد یې موندلي چې ښيي روسيي خپل سرحد ته نژدې د بیلتون غوښتونکو تر واک لاندې فضا کې، د مالیزیايي الوتکې په غورځولو مهم رول لوبولی دی.

ویتالي نادا د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې روسيي پلوه بیلتون غوښتونکي د بګ۱ میزایلو د توغولو دومره پرمختللې روزنه نه لري.

په همدې حال کي د مالیزا د ترانسپورت وزیر واېې چې الوتکه تر وېشتل کیدو مخکې، پر نړیوالې فضايي لیکې سمه روانه وه.

له دی مخکي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړو د جمعي په ورځ د ملایزیا هوايي شرکت د الوتکي رالویدل غندلي دی او د یوه خپلواک نړیوال بشړو او جامع تحقیقاتوغوښتنه شوی ده.

د ملگرو ملتونو څخه د امریکا غږ خبریالي مارگریټ بشیرپه خپل راپور کی واېې چې د روسي او امریکا ډپیلوماټانو د الوتکي د رالویدو په علت پر یو بل تورنه لگولي دی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ١٥ غړي هیوادونه چي د نړیوال امنیت او د سولي ساتلو ذمه واري په غاړه لري. د جمعي په ورځ یی بیړني غونډه وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې د راغورځول شوی الوتکي په اړه بحث وکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا استازي سمنتا پاور د شورا غړو هیوادونو ته وویل شواید دا ښي چې دغه الوتکه دی وښتل شوی ده.

هغي وویل ،، موږ په دی خبر یو چې د ملایزیا هواېې شرکت یوه ١٧ نمره پرواز چې ٢٩٨ مسافر پکشي سپاره وو او د ایمسټر ډم څخه کولامپور ته په لار وه او ممکنه د ځمکني له سره په هوا کې و ښتونکي د یوي توغندی ( ایس اي ١١) د لاری راغوځول شوی وي ، چې د ختیځ اوکراین دهغي سیمي څخه توغول شوي چې د جداي غوښتونکو په لاس کې ده.،،

Читайте также  کندهار کې د تفاهم شورا غونډه د بلخ والي له ګډون پرته جوړه شوه

روسي پلوه جداغوښتونکو له دی مخکي د اوکراین د پوځ د څو الوتکو د راغورځولو ادعاوي کړي وي چې یوه ټرانسپورټي الوتکه هم پکشي شامله وه چې ۴٩ کسان پکشي ووژل شول او په دی اوني کي بیا د پوځ یوه باروړونکي الوتکه په هم راوغورځول شوه.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازي وویل ((ایس اي ١١) د توغندیو سیسټم د تخنیکي عواملو له کبله د دی امکان نلری چې جدایي غوښتونکو دی دا کار په خپل سر پرتله له یوه پوه پروسونل کړی وي. هغې وویل،، نو له دی کبله موږ د روسي پروسونل چې په دغه سیسټم باندی پوهیږی د هغوي ملاټر له پیامه نشو غوځولي،،

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړو د جمعي په ورځ د ملایزیا هوايي شرکت د الوتکي رالویدل غندلي دی او د یوه خپلواک نړیوال بشړو او جامع تحقیقاتوغوښتنه شوی ده.

په ملگرو ملتونو کې د اوکراین سفیر (( یوري سرگیوف)) د امنیت شورا ته وویل چې جدایي غوښتونکي لږ تر لږه د مځکي څخه په هوا کې د هدف د وښتلو دوه داسي سیسټمونه لري.

هغه داسي وویل،، اوس پوښتنه دا ده، چې دوی دهغسي حساسه دفاعي نظام له کومه ترلاسه کړي دی.،،

د روسي سفیره (( ویټالي چرکن)) په دی قانع شوه چې په دی اړه دی بي طرفه تحقیقات وشي چې په څه ډول حالاتو کې دغه الوتکه رالویدلي، خو په دی خبري ېې ټینگار وکړ چې مخکې لا له مخي دی په اړه قضاوت باید ونشي.

خوهغې د یاغیانو ذکر ونکړ چې په دغه سیمه کښي فعال دی چې ایا هغوی په دی کې لاس لري او که نه، خود دی پرته یی هغه په اوکراین تور ولگوي چې د چارواکي ېې ددی زمه وار دی. اود خپل هیواد هوایی قلمرو دی خوندی وساتي. هغه د یوه ترجمان د لاری دا خبری کولي.

Читайте также  د افغانستان ملي اردو، سیمیزه اردو جوړوي

د روسي سفیري داسي وویل ،، ولي د اوکراین د هوالي چلند اداري یوه مسافروړنکي طیاره دهغي سیمه څخه د تیریدو اجازه ورکړه چې هلته پوځي نښتي رواني دی؟ او دا هغه سیمه دا چې د نورو هدافو پرته دملکي هدافو په نښه کولو دپاره هم استعمالیږی، او هغه سیمه ده چې د الوتکو ضد نظام هم پکشي استعمالیږي؟،،

هغي وویل چي د امریکا متحده ایالات او نور غربي هیوادونه هم په دی دومره زمه وار دی او زیاته یی کړه دوی د کیف تر شاه ولاړ دي چې د غه بحران نور هم پراخ کړي.

د هغو هیوادونو استازو چې په دغه الوتکه کې ېې د هیواد اتباع سپاره ول هغو هم د ملگروملتونو په شورا کې خبري وکړې. آسټریلیا چې د امنیت شورا غړی هیواد دی په نورغړو یې ټینگار وکړ چې یو پریکړه لیک دي تصویب کړي چې دا غوښتنه پکښي وشي چې د یوه جامع او بشپړه خپلواکو تحقیقاتو دپاره هغه سیمې ته چې دغه الوتکه پکښي رالویدلې ده، د ورتگ مکمله اجازه ورکړل شي.

نیدرلینډ چې په دغه الوتکه کې ېې ١٨٩ د هیواد کسان سپاره ول هم ددی غوښتني ملاټر وکړ

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика