افغانستان د هوایي ترافیک قراردادي غوره کړ

افغانستان د هوایي ترافیک قراردادي غوره کړ

د افغانستان د فضآیی حریم د څار مسولیت د امریکایي ځواکونو څخه افغان حکومت ته سپارل کیږي.

د افغانستان د هوانوردۍ خپلواکه اداره وایي چې د پروژې د تدارکاتي څار بهیر اوس یو امریکایي خصوصي شرکت ته وسپارل شو چې د(Readiness management Support) یا د چمتووالي دپاره د مدیریت ملاتړ په نامه یادیږي.

دا شرکت د هوایی حمل او نقل او د هوایی ترافیک د کنترول ترڅنگ چې د رادار سیستمونه هم پکې شامل دي، د تجهیزاتو د نصب، ساتنې، ترمیم او د پروازونو د ښکته کیدو په سیستم سربیره د عملیاتي خدماتو چارې پرمخ بوزي.

دغې ادارې په سر کې د هوايي ترافیک د سمبالښت لپاره د دوه سوه شپږ دیرش ملیون دالرو وړاندیز کړی و خو اوس یې خپل نرخ ډیر راټیټ کړی دی.

چارواکي وايي د افغانستان د هوایي ترافیکو د مدیریت په پروژې کې ۲۳۶ میلیون ډالره سپما شوې ده.

د ملی تدارکاتو د پالیسۍ د څانگې رئیس مرتضی نوري وايي چې د سپما راپور یې د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون د غونډې پرمهال ورکړ.

ټاکل شوې ده د افغانستان د هوايي ترافیک د څار مسولیت د سپتمبر د میاشتی د شپاړسمی نیټې نه وروسته د امریکایی ځواکونو څخه افغان حکومت ته ور وسپارل شي.

د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رئیس، حامد ظاهر وایی ددوي اداره په افغانستان کې یوه نوې اداره ده چې د یو کال او دریو میاشتو نه را پدې خوا خپلواکه شوې ده. ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د قرارداد د ارزښت په را ټیټول به ددې ادارې د خدماتی چارو کیفیت هم اغیزمن کړي او که نه، داسې وویل، « نه هرگز نه، مونږ کولای شو چې ټول عملیاتي، تخنیکی او مراقبتی مسایل وڅیړو او انشاالله په فضآ کې به مشکلات نه راځي.»

Читайте также  ملا اختر محمد منصور څوک دی؟

پداسې حال کې چې افغانان په افغانستان کې د قراردادونو په ترڅ کې د فساد له شره سر ټکوي، ښاغلی ظاهر وویل دوي پخپلې ادارې کې د فساد سره ندې مخ شوی او دا ژمنه یې هم وکړه چې تر څو چې دی او د هغه تیم پدې ادارې کې چارې پر مخ وړي نو د فساد مخه به تل ونیول شي.

د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې رئیس، حامد ظاهرڅخه مو د د ولسمشر غنی په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون په هکله هم وپوښتل او دا چې پخپله د جمهور رئیس په مشرتابه په ارگ کې هره اونۍ تر سره کیږي. هغه پدې اړه داسې وویل، «دغه کمیسیون چې ایجاد شوی زه فکر نه کوم چې چا ته ، په ځانگړی توگه، لویو پروژو او وزارتخانو ته دا چانس میسر شي چې په فساد لاس پورې کړي.»

د ملي تدارکاتو د کمیسیون ناسته کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټرانسپورټ، مالیې، کرنې او پوهنې وزارتونو او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې قراردادونه وارزول شول. ځینې قراردادونه منظور او ځینې یې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика