افغانانو ته د افغانستان د هوایي قلمرو د کنترول سپارل

افغانانو ته د افغانستان د هوایي قلمرو د کنترول سپارل

د افغانستان هوايي‌ قلمرو د ۲۰۰۱ کال له وروستیو تراوسه د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا څارل کیږي.

د افغانستان د هوايي چلند چارواکي وايي چې تر راتلونکو میاشتو به ددغه هېواد هوايي قلمرو کنترول د بهرنیو ځواکونو نه دغې ادارې ته وسپارل شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال قاسم وفايي زاده امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل که څه هم په افغانستان کې د تېرو کلونو پرتله د هوايي چلند په برخه کې خدمتونه ډیر ښه شوي دي، خو لا هم ددغه هېواد هوايي قلمرو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لخوا څارل کیږي.

ښاغلي وفايي زاده وویل "یوازنی ګواښ چې د افغانستان په مخ کې پروت دی هغه د هوايي قلمرو څارل دي چې په تېرو ۱۳ کلنو کې د ناټو او امریکايي‌ ځواکونو په واک کې وو ، د بهرنیو ځواکونو نه د مسولیت اخیستل به یې کېدای شي افغان هوايي چلند لپاره د ګواښونو سره مل اوسي خو موږ یو لړ پلانونه ترتیب کړي دي هڅه کوو چې دغه ګواښونه کنټرول شي".

د افغانستان هوايي‌ قلمرو د ۲۰۰۱ کال له وروستیو تراوسه د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا څارل کیږي.

تېرکال د نړیوالو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د سپارلو د بهیر په ترڅ کې نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته د افغانستان د هوايي قلمرو د څارنې مسولیت سپارلو ته هم چمتوالی وښود، خو په افغان هوايي چلند اداره کې د لازم کدر د نشتوالي له امله افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو نه د یو بل کال لپاره هم د افغانستان د هوايي قلمرو د څارنې د مسولیت دوام غوښتنه وکړه چې نړیوالو ځواکونو هم ومنله.

Читайте также  د تروریزم د تورنه بري شوي ډاکتر ویلي دي چې ده باندې ستم شوی دی

ټاکل شوې د روان کال په اوږدو کې ددغې موافقې موده پای ته ورسیږي، د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې د هېواد په دننه او بهر کې د هوايي‌ چلند په برخه کې د ځوانانو روزنه پیل کړې، خو ددې ادارې چارواکي وايي‌ چې د دا ډول روزنې ترلاسه کول وخت ته اړتیا لري.

ښاغلی وفايي زاده وايي "موږ هڅه کوو ددې لپاره چې دا بهیر ګړندی کړو یو شمېر نورو هېوادونو سره هم موافقې ته ورسېږو چې ډیرو ځوانانو ته علمي روزنه ورکړو، هیله لرو چې یو وخته د کدر د روزنې په برخه کې لازم چمتوالی د هوايي‌ قلمرو د څارنې د مسولیت ترلاسه کولو لپاره ترسره شي".

ددغې ادارې چارواکي‌ وايي دا یو ډیر ستر مسولیت دی چې په عادي حالت کې لږترلږه درې کلونو وخت ته اړتیا لري.

چارواکي‌ وايي چې د افغانستان د جمهور ریس په غوښتنه دوی هڅې کوي دا کار ژر وشي.

د افغانستان د ملکي هوايي‌ چلند خپلواکه اداره وايي‌ چې د نړیوالو ځواکونو ته افغان لوري ته د هوايي چلند د لېږد په لړ کې ټاکل شوې ده بله عیسوۍ میاشت د کابل هوايي ډګر د اطفایې او تخنیکي مصونیت چارې هم افغانستان ته وسپارل شي.

اوس دا دواړه چارې هم په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو لخوا ترسره کيږي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика