سپینه ماڼۍ وایي د امریکایي مرستندویې قاتلان به ومومي

سپینه ماڼۍ وایي د امریکایي مرستندویې قاتلان به ومومي

مولر: "که تاسو وايي چې پدې ټول وخت کې ما څومره ناخوالي ګاللي دی، زه پوهیږم چې تاسو زما له لاسه څومره تکلیف زغملی دی. مه خپل ځان خپل خالق ته سپارلی دی."

سپینې مانۍ په یوه اعلامیه کې د امریکایي مرستندویې کیلا مولر، مړینه تائید کړه. هغه په ٢٠١٣ کال کې په سوریه کې یرغمل شوې وه او د اسلامي دولت د ډلې په اسارت کې وه.

د ولسمشر اوباما په اعلامیه کې راغلي دي چې " د امریکا د ولس په استازیتوب، میشل او زه، خپله ژوره همدردي د کیلا، کورنۍ ته وړاندې کوو."

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات به هغوی چې دغه کار یې کړی دی، د قانون منگلو ته وسپاري "دا مهمه نه ده چې څومره وخت دې ونیسي، د امریکا مِڅده ایالات هغه تروریستان چې د کیلا د وژنې مسولیت یې په غاړه دی ومومي او د قانون منگلو ته به یې وسپاري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم په یوه اعلامیه ویلي دي " داسې الفاظ نشته چې د کیلا پلار او مور، مارشا او کارل ته څرگنده کړو چې څومره مونږ د هغوی په دغه سخته ضایعه متاسف یو، په داسې حال کې چې څومره خلکو هیله درلوده او هڅه یې کوله چې یو ښه نتیجه ترلاسه شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې "یواځې او یواځې د اسلامي دولت ډله د کیلا د وژل کیدو عامل ده. لکه په اردن کې زمونږ د ملگرو په څیر، زمونږ تصمیم نه ماتیدونکی دی چې دغه کړغیړن او غیر قابل توصیف، بدغونی او مدني نړۍ ته د سپکاوي وړ ډله ماته کړو او هغو تروریستانو ته ماته ورکړو چې ښځې او ماشومان وژني، خلک ژوندي سیزي. دوی هغه دین ته سپکاوی کوي چې په درواغو یې د استازیتوب ادعا کوي."

Читайте также  پوست: کرزی ولي د امریکا څخه په تنګ سوی دی

د اسلامي دولت ډلې تیره اونۍ ادعا وکړه چې یو اردني هوايي برید پر هغه ودانۍ وشو چۍ هلته هغه د سوریې په رقعې په ښار کې بندي ساتل کیده. تیره اونۍ اردني، امریکايي او نورو چارواکو ددې ډلې دا ادعا تر پوښتې لاندې راوستله. د سپینې ماڼۍ اعلامیې د مولر د مړینې د حالت په اړه تقصیل ورنکړ.

د ملي امنیت شوری ویاندې برنډیټ میهن وویل چې د مولر کورنۍ د اونۍ په پای کې د اسلامي دولټ د ډلې له خوا یو شخصي پیغام ترلاسه کړ چې "اضافي معلومات" یې درلودل. میهن وویل: کله چې د استخباراتي ټولنې له خوا دغه معلومات تصدیق شول، هغوی دې نتیجه ته ورسیدل چې کیله مړه ده.

د مولر کورنۍ په یوې اعلامیې کې وویل چې هغوی زړونه د خپلې لور د مړینې له امله مات شوي دي او د هغه لیک یو نقل یې خپور کړ چې هغې په ۲۰۱۴ کال کې په بند کې لیکلی و.

په دغه لیک کې دغې مرستندوې لیکلي وو چې له هغې سره هغه په یو خوندي ځای کې په پوره درناوي او مهرباني سره په بشپړ ډول سلامتیا او روغتیا کې چلند کیږي. مولر د خپلې کتابچې په یوه مخ لیکلي دي، "که تاسو وايي چې پدې ټول وخت کې ما څومره ناخوالي ګاللي دی، زه پوهیږم چې تاسو زما له لاسه څومره تکلیف زغملی دی. مه خپل ځان خپل خالق ته سپارلی دی."

امریکايي سناتور جان مکین، چې د میولر د ایالت استازیتوب کوي، د سې شنبې په ورځ وویل چې له کیلې نه په میراث پاتې د خدمت روحیه به هیڅکله هیره نکړي، حتې د ډیرو هغو کسانو له خوا چې له هغې سره یې د لیدلو ویاړ نه درلود.

Читайте также  افغانانو ته د افغانستان د هوایي قلمرو د کنترول سپارل

د داعش پر وړاندې د جگړې لپاره له کانگرس نه د اوباما غوښتنه

ولسمشر براک اوباما د اسلامي دولت د ډلې سره د جګړې لپاره د کانګرس نه د زیات واک غوښتنه کوي.

د کانګرس غړیو پرون د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې ښاغلی اوباما باید په کانګرس کې د دیموکرات ګوند د غړیو غوښتنې هم ومني ځکه هغوي نه غواړي چې امریکا دې په یوې بلې جګړې کې ورښکیل شي خو د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي بیا وایي چې د حل دا لار دې هم خلاصه وي.

تمه کیږي چې ولسمشر براک اوباما به نن کانګریس ته د اسلامي دولت د ډلې سره په جګړې کې د پوځي قوې نه د کار اخیستو د اجازې د تر لاسه کولو لپاره خپل پلان وړاندې کړي.

رپوټ وایي چې د ښاغلي اوباما د غوښتنې او پلان د ترلاسه کولو نه وروسته به د قوې د استعمال په برخې کې په کانګرس کې بحثونه شروع شي.

سره لدې چې ولسمشر براک اوباما په قانوني لحاظ دا صلاحیت لري چې عراق ته دوه زره اوه سوه شپږ دیرش عسکر واستوي چې د عراق امنیتي ځواکونه وروزي او په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت په ډلې بمباري وکړي خو ښاغلي اوباما څو ورځې د مخه ویلي دي چې هغه پدې جګړې کې نور صلاحیت ته هم اړتیا لري، خو پدې اړه یې نور جزیات ندی ورکړي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика