د نوي رادار د نصبولو تړون لاسلیک شو

د نوي رادار د نصبولو تړون لاسلیک شو

د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د نوي رادار د نصبولو تړون لاسلیک شو.

د هوايي ملکي چلند ادارې نن یکشنبې د رادار د سیستم د نصبولو قرارداد لاسلیک کړ. د افغانستان حکومت تمه لري چې په دغه سره به هوايي ترافیک عایدات ډیر شي.

د رادار د سیستم قرارداد د یو اروپايي شرکت سره لاسلیک شوی دی او د نصبولو کار به یې په شپږو اونیو کې پيل شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې چارواکي وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې د هوايي ترافیک څخه ۴۰ میلیون ډالر ترلاسه شوي وو. دغه اداره زیاتوي چې د نوي رادار د نصبولو سره به د هوايي ترافیک عایدات تر ۶۰ میلیون ډالرو پورې ورسیږي.

د رادار د سیستم د نصبولو قرارداد د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د رئیس محمودشاه حبیبي او د تالس د جرمني شرکت ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شو. په مراسمو کې جمهوررئیس غني هم حاضر و.

محمود شاه حبیبي خبریالانو ته وویل چې د نوي رادار د سیستم د نصبولو سره به اداره یې د افغانستان د هوايي قلمرو په بشپړ توګه کنټرول کړي.

په دې اړه د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې سېسټم له فعالېدو سره د هېواد د هوايي ټرافیک خدمات پراخېږي او الوتکې د افغانستان په هوايي قلمرو کې له ۲۹ زره فوټه اوچتې الوتنې کولای شي.

د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس محمودشاه حبیبي وویل چې قرارداد «د کمپنۍ سره د ۲۴میلیونه یورو په ارزښت تر سره شو چې هر کال به د حفظ او مراقبت په موخه نهه میلیونه یورو نور لګښت ورکول کیږي.»

Читайте также  ایران د بوینګ او ایربس څخه ۲۰۰ الوتکې رانیسي

د هوايي چلند یو شمېرکارپوهان د افغانستان د رادارو کنترول اړین او د ملي واکمنۍ نښه ګڼي.

د هوایي ځواک پخوانی ډګروال عاشق الله یعقوب امریکا غږ سره په خبرو کې وویل د افغان حکومت له لورې د راډارو کنټرول په دې مانا ده چې افغان دولت په خپل فضایي بشپړتیا باندې واکمني لري.

"په لومړي قدم کې دا د ملي واکمنۍ نښه ده،دا په دې مانا ده چې افغان دولت په خپل فضایي قلمرو باندې واکمني لري له بله پلوه هغه ادعا ګانې چې ځینې کسان يې کوي چې دلته الوتکې ځي راځي او د ځیني لورو سره مرستې کوي دغو ادعاو ته به منطقي ځواب وایي".

افغانستان د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د ناټو په مشرۍ د هغه وخت د ایساف له ماموریت څخه د خپل هوايي قلمرو کنترول په خپل لاس کې واخیست.

د ځینو په باور د افغانستان په هوايي قلمرو کې د افغان دولت بشپړه واګې به نه یوازې ددې لامل شي، چې عواید له دغه درک نه لوړ شي بلکې هوايي حاکمیت به هم په بشپړه توګه د افغانانو لاس ته ورشي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика