مصر:احتمال شته چې ترویستي برید الوتکه راغوځولې وي

مصر:احتمال شته چې ترویستي برید الوتکه راغوځولې وي

د فرانسې جمهورئیس فرانسوا اولاند دا تایید کړه، چې د مصر د هوایي شرکت الوتکه چې د پنجشنبی په ورځ د پاریس څخه قاهرې ته روانه وه را لویدلې ده.

د مصر د هوایي شرکت الوتکه(ایم ایس ٨٠۴) د رادار څخه د پنجنشنبې په ورځ هغه وخت ورکه شوه چې د پاریس د چارلس ډو گول د هوايي ډګر څخه ېي پرواز وکړ.

د فرانسې حکومت د مسافرو خپلوانو او دوستانو ته د معلوماتو ورکولو دپاره د تلیفون خاصه شمیره ځانګړې کړې ده.

چارواکې وایي، چې په دغه الوتکه کې د فرانسې ١٥ تنه،د مصر ٣٠ تنه او د نورو هېوادونو ١٠ تنه اتباع سپاره وو.

د فرانسي حکومت د دغې الوتکې د موندلو دپاره چې د یونان د پاسه د میډیټرانیي په سمندر کې ورکه شوه، الوتکي او کښتۍ مؤظفې کړي دي. دغه راز د الوتکې د رالویدو د لامل په هکله تحقیقات هم پیل شوي دي.

بلخوا د مصرد هوايي چلند وزیر ویلي دي چې د دې ډیر احتمال شته چې دغه الوتکه د ترویستې برید له وجې رالویدلی وي، نه د تخنیکي نیمگړتیا له کبله.

د مصر د هوايي چلند وزیر شریف فاتح د الوتکي رالویدو د پیښې په اړه دا خبره په داسي وخت کې کړې، چې د مډیتراني په سمندر کې د الوتکې د موندلو دپاره د پلټنې عملیات روان دي.

په دغه الوتکه چې ٦٦ کسان سپاره وو، او د پنجشنبي په ورځ په داسي حال کې د رادار د پردې څخه ورکه شوه، چې د فرانسې څخه له پرواز نه څلور ساعته وروسته د مصر هواېې حریم ته ننوتلي وه .

Читайте также  افغانستان مقدونیا د افغانانو سره په تبعیض تورنه کړه

د مصر په الوتکې کې مسافرو خپلوان او دوستان

د یونان څخه لومړني راپورونه وايي، چې د دغې الوتکې ټوټې پارچې د هوا څخه لیدل شوي دي.

د امریکا متحده ایالات هم د پلټنې او ژغورني په عملیاتو کې مرسته کوي او خپل( پي ٣) ډوله الوتکه یی دغي سیمې ته استولې ده.

د فرانسي حکومت د پنجشنبي په سهار ددې بحران په اړه یوه بیړنۍ غونډه وکړه او صدراعظم مینول ولاس د فرانسې راډیو ته وویل، چې د فرانسې چارواکو د مصر د چارواکو سره له نژدې تماسونه نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مصر چارواکو لا د مخه د الوتکې د موندلو دپاره خپلې ډلې سیمې ته استولي دي، او فرانسې ویلي دي چې د غوښتنې په صورت کې نورې مرسته ته هم تیاره ده.

د فرانسې خبري اژانس او عربي تلویزینونو ویلي دي، چې د یونان د هوایي چلند یوې سرچینې ورته ویلي چې دغه الوتکه د یونان د کرپاټوس ټاپو ته نژدې په سمندر کې لویدلې ده.

که تحقیقات یوه ممکن ترویستې برید ته اشاره وکړي، نو احتمال شته چې د پاریس دچارلس دی گول هوايي ډګر امنیت ته پام واړوي چې په پاریس او د بروکسیل په هواېې ډګړونو کې د بریدونو نه ورسته یې سخت امنیت نېول شوی دی.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика