افغان چارواکي: په اطمینان رایه ورکړئ، امنیت مو تامین دی

افغان چارواکي: په اطمینان رایه ورکړئ، امنیت مو تامین دی

د افغانستان انتخابات

په داسي حال کي چي ټول افغانان نن د شنبې په ورځ د رایوو صندوقونه ته ځي چي د خپل هېواد د راتلونکي ولسمشر دپاره رایې ورکړي، افغان امنیتي چارواکي وايي چي افغان ملي امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه آماده دي چي د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو امنیت تامین کړي.

نن د شنبې په ورځ افغانان د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د سمت دپاره د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ یو کس انتخابوي. اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، دواړو و نشوا کړای چي د انتخاباتو په لومړي پړاو کي د ۵۰ فیصدو څخه زیاتې رایې وګټي نو ځکه د دواړو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم ځلي انتخابات ترسره کېږي.

په عین حال کي طالبانو ګواښ کړی دی چي د انتخاباتو بهیر به ګډوډ کړي. دا په داسي حال کي ده چي طالبانو د اپریل په پنځمه نېټه هم ورته ګواښونه کړي وو، خو افغان ملي امنیتي ځواکونو د انتخاباتو امنیت په مسلکي توګه تامین کړ او په میلیونو افغانانو خپل د خوښې کاندید ته رایې ورکړې.

نبیل: دښمن ناکامه و او ناکامه به وي

د افغانستان د ملي امنیت ریْس رحمت الله نبیل د امریکا د افغانستان څانګې سره په ځانګړې مرکې کي د طالبانو ګواښونه یواځي پروپاګند ګڼي. هغه داسي وايي ،،لکه څنګه چي مي مخکي وویل دوي په لومړي پړاو کي هم د بیلابیلو دلایلو له کبله په دې کي ناکامه شول چي ګډوډي جوړه کړي دا ځل به هم ناکامه شي. مونږ دا ژمنه د خپلو خلګو سره کوو چي په هیڅ صورت کي به یې امنیتي ځواکونه په خاصه توګه ملي امنیت اجازه ورنکړي چي ترهګر زمونږ د خلګو انتخابات ګډوډ کړي.،،

Читайте также  د افغانستان ملي اردو، سیمیزه اردو جوړوي

ښاغلیْ نبیل زیاتوي چي افغان ملي امنیتي ځواکونو د اپریل د ۵ مې نېټې د انتخاباتو نه مخکي استخباراتي معلومات ترلاسه کړل او دغه معلومات ښيي چي طالبانو زیات وخت نه دی ترلاسه کړی چي د دویم ځلي انتخاباتو پرمهال حملې پلان او تطبیق کړي او دا چي مخالفین پر ډلو ډلو سره ویشل شوي دي.

ښاغلیْ نبیل داسي وايي ،، په مختلفو سطوح کي دوي اختلافات لري او دا اختلافات د شخصي ګټو په خاطر دي. مثلا هغه مشکلات چي د زاکر قیوم او اختر منصور په مینځ کي دي. دا سلسله همدغسي جریان لري او ټيټو مراحلو ته او ټیټ رتبه جګړه مارانو ته رسېږي چي دا اختلافات خود به خوده په دوي کي ډیر زیات مشکلات ایجاد کړي دي.،،

په عین حال کي د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چي ۹۵ زره افغان سرتیري د انتخاباتو د امنیت د تامین دپاره په کار بوخت دي او دغه راز ۱۷ زره نور د ملي اردو د کومندو ځمکني او هوايي ځواکونه هم د آماده باش په حال کي دي چي بیړنیوو حالاتو ته ځواب ووايي.

د یادونې وړ ده چي د ټاکڼو د امنیت د چارو رهبري د افغانستان د کورنیوو چارو د وزارت مربوط کېږي خو ملي امنیت او پوځ هم د اماده باش په حال کي دي او د پولیسو سره چارې همآهنګ کوي.

داودزیْ: پولیس بې طرفه دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي د امریکا غږ د دري څانګې د همکار سید ظفر هاشمي سره په مرکې کي وویل چي پولیس به خپل دنده په مسلکي ډول سرته ورسوي او د دویمي ځلي انتخاباتو پرمهال به بې طرفه پاته شي او امنیت به تامین کړي. ښاغلي داودزي داسي وویل ،، زه یقین لرم چي دوي چي تعهد کړی دی چي بې طرفه به پاته شي، پاته به شي. زمونږ پولیسو دا ژمنه او تعهد هم کړی دی چي نور کسان به هم پرې نږدي چي په انتخاباتو کي تقلب وکړي. دا چي پولیس د تقلب د مخنوي په برخه کي جدي دي همدغه په خپله به مثبت نتایج ولري.،،

Читайте также  افغانستان د خپل هوايي حریم د کنترول وس نلري

ښاغلی داود زی په داسي حال کي د پولیسو د بې طرفۍ خبرې کوي چي څه موده مخکي ولسمشر کرزي هم فرمان صادر کړ او د ټولو حکومتي چارواکو څخه یې وغوښتل چي په انتخاباتو کي دي بې طرفه پاته شي او که چیري یې دغه اصل تر پښو لاندي کړ نو عدلیه ارګانونو ته به وسپارل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

ټولټال ۱۵۲ زره پولیس ۹۵ زره د پوځ سرتیري او زیات شمیر د ملي امنیت ځواکونه د انتخاباتو د امنیت د تامین دپاره موظفه شوي دي. د کورنیو چارو وزیر وايي چي د پولیسو رویه او سلوک دومره ښه شوی دی چي د کورنیوو چارو وزارت پولیسو ته د خلګو له خوا د ستاین لیکونه ترلاسه کولو ته نه رسېږي.

افغان امنیتي چارواکي پر خلګو باندي غږ کوي چي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي دي راووځي او خپل رایې دي په ډاډمن زړه وکاروي.

۸۱۳ مرکزونه اوس هم تړلي دي

د کورنیوو چارو د وزارت مرستیال وزیر، ایوب سالنګي نن سهار پر ۶ بجې باندي د امریکا غږ آشنا راډیو د انتخاباتو ځانګړې خپرونې ته په مرکې کي وویل چي ټول هېوادوال دي په ډاډ زړه راووځي او خپلې رایې دي وکاروي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي چي د تیر ځل د خلګو د اشتراک وروسته یې د رایوو مرکزونه دا ځلي ډیر کړي دي خو په ټول هېواد کي به ۸۱۳ مرکزه بیا هم د امنیتي ملحوظاتو په خاطر تړلي وي. ټولټال ۶۳۵۶ مرکزونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د رای ورکونکو دپاره پرانیستل شوي دي.

Читайте также  شاه رخ خان بیا په امریکا کې توقیف شو

د نن ورځې د انتخاباتو وړونکی به د افغانستان دویم منتخب جمهور ریْس وي او د لومړي ځل دپاره به د یوه منتخب جمهور ریْس څخه بل منتخب جمهور ریْس ته د هېواد مشري وسپارل شي.

admin

Comments are closed.
Translate »
Яндекс.Метрика